د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی، چې افغان ابدالیان لوبډله ایرلنډ ته تر ماتې وروسته افغانستان ته ستنه شوې او له سریلانکا سره د څلور ورځنۍ لوبې لپاره تمرینات پيلوي.
کرېکت بورډ ویلي، چې سریلانکا الف لوبډله هم د درې اړخيزې لوبلړۍ لپاره متحده عربي اماراتو ته رسېدلې.
د افغانستان کرېکټ بورډ د جمعې په ورځ ویلي، چې افغان ابدالیانو کرېکټ لوبډله به د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندي د څلور ورځنۍ لوبې لپاره تمریناتي کمپ تر سره کړي.
بورډ زياتوي، چې تر تمریناتو وروسته به افغان لوبغاړي متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.
کرېکټ بورډ پر خپله صفحه لیکلي، چې تېره شپه سریلانکا الف لوبډله هم متحده عربي اماراتو ته رسېدلې ده.
افغان ابدالیانو بېګا په څلور ورځنۍ لوبه کې د ایرلنډ الف لوبډلې ته د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو په توپير ستره ماتې ورکړه.
افغان ابدالیانو لوبډله له سریلانکا او اېرلنډ سره درې اړخیزې یو ورځنۍ لوبې هم لري.