افغان الف ملي لوبډلې په څلور ورځنۍ سیالۍ کې ایرلنډ ته ستره ماتې ورکړه

۲۰ ساعتونه مخکې

افغان ابدالیانو په څلور ورځنۍ لوبه کې د ایرلنډ الف لوبډلې ته د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو په توپير ماتې ورکړه.

په دې سیاليو کې افغان لوبغاړي عرب ګل مومند د ایرلنډ لس لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د افغانستان کرېکټ بورډ د مالوماتو له مخي، په دې څلور ورځنۍ سیالۍ کې افغان ابدالیانو په لومړۍ ورځ ۳۱۷ منډې جوړې کړې او په دويمه ورځ يې د خپلې توپوهنې په دوام خپلې منډې ۶۱۲ ته ورسولې.

که څه هم افغان لوبغاړي لا هم سوځېدلي نه وو، خو خپله لومړۍ نيمايي يې تمامه اعلان کړه او ایرلنډ ته یې د خپلي پاڼۍ د پيلولو بلنه ورکړه.

ایرلنډ لوبډلې د خپلي توپوهنې په لومړۍ ورځ ۳۰۹ او په دویمه پاڼۍ کې يې ۱۰۹ منډې جوړې کړې او په دغه سیالۍ کې يې د يوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو په توپير ماتې وخوړه.

کرېکټ بورډ ویلي، چې د افغان ابدالیانو د توپوهنې او توپ اچونې برخه قوي وه او دغو سیاليو ته يې لا له وړاندي تیاری نیولی و.

په دې سيالیو کې افغان توپوهونکو بهير محبوب ۱۸۷، ریاض حسن ۹۴، عمران مير ۸۵، شمس الرحمان ۸۴، افسر ځاځي ۵۵ او لوبډلمشر دروېش رسولي ۵۳ منډې جوړې کړې.

‏د افغانستان کرېکټ بورډ مسوولینو ویلي، چې دغه لوبډله تر دې وروسته له سریلانکا او اېرلنډ سره درې اړخیزې یو ورځنۍ لوبې هم کوي.

نور خبرونه

رادیو