د پاکستان په کورنیو چارو کې د دولت وزیر طلال چودري وايي، تر دې مهال یې اته لکه ۵۷ زره ۱۵۷ بې اسنادو افغانان افغانستان ته ستانه کړي دي. نوموړی وایي، د کډوالو د وتلو ضرب الاجل پای ته رسیدلی او دا پروسه نور نه تمدید کیږي.
دغه پاکستاني چارواکي نن په یوه خبرې غونډه کې ویلي، د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره یې ځانګړې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
طلال چودري وايي، تر دې وروسته به هیڅ افغان له قانوني اسنادو پرته دغه هېواد ته نه شي ورتلی.
نوموړی وايي، له پاکستان د غیري قانوني کډوالو د اېستلو پالیسي یې د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې په دریو پړاونو کې پیل کړې، چې په لومړي پړاو کې د قانوني اسنادو نه لرونکو کډوالو اېستل، په دویم پړاو کې ACC کارت لرونکو افغان کډوالو اېستل او په دریم پړاو کې د POR کارت لرونکو افغان کډوالو اېستل دي.
نوموړی وايي، له پاکستان د افغان کډوالو اېستلو پرېکړه له کلونو کوربه توب وروسته شوې او ادعا کوي، چې افغان کډوال په دغه هېواد کې د نشه یې توکو په سوداګرۍ او ترهګریزو فعالیتونو کې ښکیل دي.
چودري وايي، د افغان کډوالو د اېستلو پرمهال یې په ځینو ښارونو کې د هغوی لپاره موقت پنډغالي جوړ کړي او هغوی به په بشپړ عزت سره خپل هېواد ته ستانه کړل شي.
بل خوا پر ټولنیزو رسنیو ځینې داسې ویډیګانې خپرې شوې دي، چې د پاکستان د حکومت له لوري افغان کډوالو ته افغانستان ته د ستنېدو پرمهال د خپلو وسایلو د لیږد اجازه نه ورکول کیږي.
پر همدغه مهال د پښتونوخوا ایالت د کورنیو او قبایلو چارو وزارت ویلي، چې نن له ګوجروانوالې، کوټلي، باخار، نوروال، حافظ اباد، باغ، فیصل اباد، میرپور، او اټک سیمو څخه څخه ۱۲۲۴ تنه افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.