اشرف غني: له ګاونډيو هېوادونو څخه د افغان کډوالو جبري اېستل زړه دردونکې ده

۲ ورځې مخکې

د وروستي جمهوري نظام پخواني ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان دا مهال له ګاونډيو هېوادونو څخه د خپلو سلګونو زرو اېستل شویو وګړو د باعزته منلو او خوندي کولو له ازمېښت سره مخ دی.

هغه زیاتوي، چې له پاکستان او ایران څخه په زوره د افغان کډوال اېستل زړه دردونکی او د ټولو قوانینو خلاف اقدام دی.

محمد اشرف غني د خپلو پاډکاسټونو د لړۍ په دوام د پنجشنبې په ورځ په یوه پاډکاسټ کې وویل، چې له پاکستان او ایران څخه په جبري توګه افغان کډوال په داسي مهال اېستل کيږي، چې افغانستان په خپله د مشروعیت له بحران، اقتصادي رکود او د خلکو د ځای پر ځای کولو لپاره د مالي سرچینو له نشتوالي سره مخ دی.

نوموړي زياته کړې: «ما په بیا- بیا ویلي، چې افغان کډوال باید راستانه شي ځکه د هغوی نور پاتې کیدل د افغانستان د ملي واکمنۍ د نیمګړتیا په مانا ده، خو نه په دا ډول ناسنجېدلې او له نړۍوالو قوانینو نه په مخالفه بڼه.»

د هغه په وینا، دا مهال شاوخوا ۸ میلیونه افغانان په ایران او پاکستان کې کډوال دي او د کډوالو په اړه وروستي خپاره شوي راپورونه ټکان ورکوونکي دي.

پخواني ولسمشر د پاکستان پر سیاستوالو نیوکه کړې، چې له یوې خوا له فلسطین سره پر ظلم خواخوږي څرګندوي او له بلې خوا افغان کډوال په جبري توګه باسي.

هغه پاکستان او ایران له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ یاد کړ او زیاته يې کړه، چې د دوی د اسعارو ارزښت ورځ تر بلې کميږي او بيې لوړيږي.

هغه زیاته کړه، چې د ایران د اقتصاد ۴ سلنه بار د افغان کډوالو پر اوږو پروت دی.

هغه دا هم وویل، چې په پاکستان کې افغان کډوالو سوداګرو د پاکستاني شریکانو په مرسته نږدې ۲۰ میلیارډه ډالرو پانګونه کړې.

ښاغلی غني وایي: «د هغو ملکیتونو او پانګې لومړنی اټکل چې دوی په پاکستان کې کړی وو ۲۰ میلیارد ډالرو ته نږدې وو؛ خو مهمه خبره دا وه چې د دې ملکیتونو ډېری برخه د دوی په نومونو نه وه. دا د پاکستاني شریکانو په نوم وه، ځکه شرایط د دوی لپاره ستونزمن وو.»

اشرف غني زیاتوي چې د پاکستان حقوقي نظام لا هم د استعماري دورې له قوانینو څخه سرچینه اخلي، او تر اوسه یې خپل ملي نظام نه دی رامنځته کړی.

هغه وایي:«د پاکستان قوانین، له بده مرغه، د بریتانیې د واکمنۍ له وخته پاتې دي. تر نن پورې دغه هېواد خپل نظام نه دی اصلاح کړی. د هغوی حقوقي چوکاټ لا هم د یو استعماري نظام انځور وړاندې کوي، دا یوازې زما نظر نه دی، بلکې د هغوی د حقوقپوهانو، لیکوالانو او څېړونکو بحثونه او مقالې هم ورته اشاره کوي. د پاکستان چلند له خېبرپښتونخوا او بلوچستان سره هم د استعماري برخورد بڼه لري، او دا خبره د تاریخي اسنادو له مخې هم تاییدېږي.»

نوموړي پر ملګرو ملتونو هم نیوکه کړې، چې د یوې موثرې طرحې په وړاندې کولو کې پاتې راغلي.

هغه دا هم وویل چې افغانستان اوس مهال د سومالیا په کتار کې دی او یوې پایدارې سولې ته چې د ده هیله وه نه دی رسیدلی. «افغانستان ته د نړۍوالې ټولنې مینه او پام بې حده لږ دی. له بده مرغه هغه پایداره او ابرومنده سوله چي زموږ ارزوو وه هغې ته ونه رسېدو.»

یاده دی وي، چې له پاکستان او ایران څخه هره ورځ سلګونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستنول کېږي، چې په یادو هېوادونو کې یې شتمنۍ او وسایل ترې پاتې دي.

نور خبرونه

رادیو