د ټېکنالوژۍ پرمختګ زموږ د ژوند ځيني برخې اغېزمنې کړي، له اړیکو تر زده کړو، تفریحي فعالیتونو او ان خوب پورې.
که څه هم سمارټ مبایلونو زموږ لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي، خو د دې وسایلو بې درکه کارونه زموږ د ذهني، فزیکي او رواني روغتیا لپاره یوه پټه، خو جدي ستونزه ګرځېدلې ده.
د خوب نشتوالی؛ یوه نړۍواله اندېښنه
خوب د انسان لپاره د تر ټولو مهمو فزیکي اړتیاو څخه ګڼل کېږي.
دا نه یوازې د بدن د راحتۍ سبب کېږي، بلکې ذهن ته فرصت ورکوي چې د ورځې د فشارونو او ستړیاو نه ځان خلاص کړي؛ خو څېړنې ښيي چې زیاتره خلک د ټېکنالوژۍ، په ځانګړې توګه د سمارټ مبایلونو له امله، پر وخت او کافي خوب نه کوي.
د ناروې څېړنه؛ د خطر زنګ
د ناروې د عامې روغتیا انسټیټوټ په یوې نوې څېړنه کې دا موندلې، چې د سمارټ فون د کارونې له امله د بېخوبۍ کچه ورځ تر بلې لوړېږي.
په څېړنه کې د ۱۸ نه تر ۲۸ کلونو پورې عمر لرونکي له ۴۵ زرو زیات کسان شامل وو، چې د هغوی د سکرین فعالیتونه او د خوب کیفیت څېړل شوی دی.
د څېړنې پایلې ښيي، کله چې یو تن د خوب وړاندې هر ساعت ځیرک موبایل کاروي؛ نو د بېخوبۍ خطر یې ۵۹ سلنه ډېرېږي او د خوب اوسط وخت یې شاوخوا ۲۴ دقیقې راکمېږي.
که څه هم تر دې وړاندې ډېرې څېړنې یوازې د ټولنیزو رسنیو کارونه د خوب د خرابوالي اصلي لامل بللی و؛ خو د ناروې دغه څېړنه ښيي چې د سکرین هر ډول کارونې لکه د فلمونو یا ټلویزیون کتل، ویډیويي لوبې، پوډکاسټونه یا حتا د سکرین پر مخ مطالعه د خوب پر کیفیت بد اغېز کوي.
د خوب د کمښت پایلې؛ له خپګانه تر فلج پورې
د خوب نشتوالی یوازې د ستړیا سبب نه کېږي؛ بلکې ګڼې نورې روغتیايي ستونزې هم رامنځته کوي.
څېړونکي وايي، د خوب کمښت د لوړ فشار، شکر، چاغښت، ژور خپګان، د زړه حملې او فلج خطر زیاتوي.
په اوږدمهاله ډول دا یو داسې وضعیت رامنځته کوي، چې انسان ته د نورو ناروغیو لپاره زمینه برابروي.
حل لار څه ده؟
- د خوب لپاره د ټاکلي وخت تګلاره: باید هڅه وشي چې هره شپه په مشخص وخت ویده شئ او مخکې له خوبه لږ تر لږه نیم ساعت سمارټ فون له ځان څخه لرې کړئ.
- د سکرین رڼا کمول: په اکثرو ځیرکو موبایلونو کې د "نایټ موډ" یا "شپنۍ رڼا" فیچر شته چې د نیلي رڼا مقدار کموي.
- کتاب لوستل یا عبادت کول: د خوب مخکې ذهن ته ارامتیا ورکول، لکه د کتاب لوستل یا د دعا کول، کولی شي د خوب کیفیت ښه کړي.
- د ټېکنالوژۍ شعوري کارونه: ځیرک موبایلونه باید زموږ د سهولت لپاره وي، نه زموږ د بدن د دوښمن په توګه.
ځیرکو موبایلونو زموږ ژوند ته اسانتیاوې راوړي، خو که د ځانګړي نظم پرته وکارول شي؛ نو نه یوازې ذهن او بدن ته تاوان رسوي، بلکې زموږ ټول ژوند له بحرانه سره مخ کولی شي.
د خوب مخکې له ټېکنالوژۍ ځان جلا کول، یوازې یو عادت نه، بلکې یوه اړتیا ده.
زموږ ذهن او بدن دواړه د ارام لپاره اړتیا لري، راځئ چې دا اړتیا تعریف او ومنو.