د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، چې د اپرېل له پیله تر دې دمه له پاکستانه تر ۲۴ زرو ډېر افغان کډوال وتلي دي.
پر کډوالو فشار دومره ډېر شوی، چې ډېری یې د پولیسو لهخوا د نیولکېدو تر ګواښ مخکې له پاکستانه وځي.
د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، چې اسلاماباد پلان لري څو له دغه هېواده ۸۰۰ زره افغان کډوال وباسي.
دا اقدام د کډالو د وتلو دویم پړاو په چوکاټ کې ترسره کېږي، چې له ۲۰۲۳څخه پیل شوی او تر اوسه پورې شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال وتلي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالې کمېشنرۍوايي، د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې تر اوسه پورې له پاکستانه ۲۴ زره او ۶۶۵ کسان وتلي، چې له دې جملې ۱۰ زره او ۷۴۱ کسان په جبري ډول اېستل شوي دي.
د پاکستان په کراچۍ کې افغان کډوالو د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «خلک وايي چې پولیس د پلټنې لپاره راځي او له دې امله په ټولو ځایونو کې وېره خپره شوې ده.
نظام ګل چې افغانستان ته یې ستنېدو لپاره خپل وسایل تول کړي وایي: «د یو سړي لپاره چې کورنۍ لري، د دې څخه بدتر بل څه نه شته چې پولیس یې مېرمن له کوره باسي. ایا له دې څخه بل سپکاوی شته؟ کاش چې موږ یې وژلي وای او دا ورځ مو نه وای لیدلې.»
د راپورونو پر بنسټ، پر کډوالو فشار دومره ډېر شوی، چې ډېری یې په خپله خوښه له پاکستانه وتلو ته اړ شوي دي.
د لارۍ چلوونکي غلام حضرت وویل، چې هغه په کراچۍ کې د پولیسو له څو ورځو ځورونې وروسته د چمن پولې ته رسېدلی دی.
نوموړي زیاته کړه: «موږ اړ شوو چې خپل کور پرېږدو. هره ورځ یې ځورولو.»
همداراز، د خېبرپښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې پولیس د جوماتونو د لاوډ سپیکرونو له لارې افغانانو ته اعلانونه کوي، چې له هېواده ووځي.
په پاکستان کې د افغانانو د پاتېکېدو موده پای ته رسېدلې او له دوی څخه غوښتنه کېږي، چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.
نړۍوالو بنسټونو په وار-وار له پاکستاني دولت څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي، خو دغه غوښتنې تر اوسه بېپایلې دي.
د یادونې ده، چې د روانې اوونۍ په پیل کې د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د افغان کډوالو د اېستلو له پرېکړې سملاسي تېر شي او د نړۍوالو انساني حقونو له قانون سره سم اصلاحي ګامونه پورته کړي.