د طالبانو تر واک لاندې ستره محکمه وایي، چې دغې ډلې په میدان وردګ او سرپل ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون پنځه کسان په دورو وهلي دي.
د دغې ډلې د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سرپل ولایت د محکمې د پرېکړې له مخې یوه ښځه د «نامشروع اړېکو» په تور په عام محضر کې په دورو وهل شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، یاده مېرمن په یو کال تنفیذي بند او ۳۹ دورو محکومه شوې وه.
د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې دغه راز د یوې بلې خبرپاڼې په خپرولو سره په میدان وردګو ولایت کې د غلا په تورو د څلورو کسانو د تعزیري سزا خبر هم ورکړ.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د دې ډلې ابتدایيه محکمې د تورنو له ډلې دوه تنه پر دوه - دوه کاله تنفيذي بند او ۲۵ - ۲۵ دورو، درېيم تورن پر درې کاله او شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۲۵ دورو او څلورم تورن پر دوه کاله او اته مياشتې تنفيذي بند او ۲۵ دورو تعزیري سزاوو محکوم کړي و.
سره له دې چې په عام محضر کې خلکو ته د بدني سزاګانو ورکولو له امله په طالبانو ډېري نیوکې کېږي، خو دغه ډله وایي چې پر تورنو کسانو شرعي حکم پلي کوي.
طالبان ادعا کوي، چې د شرعي حکمونو او د خپل مشر ملا هبتالله د امر او لارښوونې له مخې خلکو ته په عام محضر کې دغه ډول سزاوې ورکوي.
د دې ډلې سترې محکمې په ځلونو ویلي، دوی په عام محضر کې خلکو ته ځکه سزاګانې ورکوي، چې ننداره کوونکو ته د «عبرت» لامل وګرځي او په افغانستان کې د جرمونو د مخنیوي لپاره د داسې سزاګانو ورکول اړین دي.