مولوي کبیر له افغان کډوالو سره د ایران او پاکستان کړنې ظالمانه وبللې

AP ۱۴۰۴ وری ۲۰

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وايي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې د اسلامي هېوادونو ظالمانه کړنې دردوونکې او د اندېښنې وړ دي.

نوموړي د خپلي ډلې د پېښور له کونسل سره په لیدنه کې ویلي، چې افغانان «د دین او اسلامي خاورې د ساتلو لپاره کډوالۍ ته اړ شوي.»

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوی عبدالکبیر د چار شنبې په ورځ په خپل دفتر کې له پاکستان څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو په پېښور کې د طالبانو له کونسل حافظ محب الله سره کتلي.

محب الله د کډوالو طالب وزیر ته د ستونزو د راپور ورکولو ترڅنګ له پاکستان څخه د کډوالو ایستلو لړۍ نامناسبه او دردوونکې بللې او زیاته کړې یې ده، چې افغان کډوال تر ډيورنډ کرښې د رسېدو لپاره له سختو مالي زیانونو سره هم مخ دي.

مولوي کبیر په دې ناسته کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند له اسلامي او نړیوالو اصولو سره په ټکر کې بللی او زياته کړې یې ده چې «افغانان د دین او اسلامي خاورې ساتلو لپاره مهاجرت ته اړ شوي خو د افغان کډوالو پر وړاندې د اسلامي هېوادونو ظالمانه کړنې دردوونکې او د اندېښنې وړ دي. »

هغه د اسلامي هېوادونو نومونه نه دي یاد کړي، خو ایران او پاکستان په دې وروستیو کې د افغانانو د شړلو څپه چټکه کړې ده.

کبير له ایران سره د کډوالو په برخه کې د پرمختګونو یادونه کړې او افغان کډوالو ته یې د مرستو پر جلب ټينګار کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له تېرې یوې نیمې اونۍ راهیسې له دغه هېواده د بې اسناده او (اې سي سي) کارت لرونکو افغانانو د اېستلو لړۍ پیل کړې ده.

نور خبرونه

رادیو