په جوزجان کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست د رسنیو مسوولانو ته امر کړی، چې د ژوندیو موجوداتو د انځور او فلم له خپرېدو دې ډډه وکړي.
په دغه ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف ډلې د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) ویلي، د انځور د خپرېدو بندیز د دغې ډلې د مشر امر دی او هېڅوک حق نهلري چې سرغړونه ترې وکړي.
د جوزجان ولایت د امربالمعروف ریاست د یوه مکتبوب او د سیمهییزو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، دغه ریاست د دې اونۍ په پیل کې د ولایتي اداري د غونډې پرمهال د سیمهییزو رسنیو لهخوا د ژوندیو موجوداتو انځورونو د خپرېدو بندیز غوښتنه کړې وه.
سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وايي، چې دغه بندیز سره له نن څخه پر رسنیو او دولتي بنسټونو پلي شوی دی.
سرچینې زیاتوي، چې دا بندیز اوسمهال د دغه ولایت پر دولتي رسنیو پلي شوی او په جوزجان کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر مشر ټینګار کړی، چې دا بندیز به په پلازمېنه کې د دې ډلې د چارواکو له امر وروسته د ولایت پر خصوصي رسنیو پلي شي.
په هغه مکتبوب کې چې یوه نسخه یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، راغلي دي: «په جوزجان کې امارتي یا غیرامارتي (غیردولتي) ادارې مکلفې دي، چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو له خپرېدو ډډه وکړي او د نشرېدو په صورت کې به لویه ګناه ترسره کوي.»
طالبانو د وري په ۸مه د کندهار، نیمرور، بدخشان، تخار او بغلان په ګډون د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ژونديو موجوداتو د انځورونو پر خپرېدو بندیز ولګاوه.
د افغانستان د بیان ازادۍ خونې خبرداری ورکړی و، چې پر رسنیو د طالبانو دوامداره بندیزونه کولای شي په ټولو ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرېدو مخه ونیسي.
د افغان خبریالانو مرکز د وري په اتمه ویلي، چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرېدو بندیز غځول شوی او تر اوسه پورې دغه بندیز د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې پر رسنیو پلي شوی دی.
د یادونې ده، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر غړو تر دې مخکې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرېدل منع کړي وو.