د هرات ولایت په اسلامکلا بندر کې طالب چارواکي وایي، چې هره ورځ شاوخوا ۳ زره او ۵۰۰ افغان کډوال له ایرانه هېواد ته ستېږي.
د کډوالو ستونزو ته د رسیده ګۍ په برخه کې د طالبانو عالي کمېسیون ویلي، چې د سې شنبې په ورځ ۱۷۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۴۹ تنو ته رسېږي، د هرات د اسلامکلا له لارې او د ۱۲۸۰ مساپرو په ګډون ۶۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶۹ تنو ته رسېږي، د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې له ایران څخه راستانه شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې یو شمېر افغان کډوالو خپل هېواد ته د ستنیدو له امله خوښي څرګنده کړې.
دوی له نورو کډوالو هم غوښتي، چې بېرته هېواد ته ستانه شي.
دغو کډوالو له سوداګرو هم وغوښتل، چې خپل هېواد کې پانګونه وکړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
تازه د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي کبیر له افغان کډوالو سره د ایران او پاکستان کړنې ظالمانه بللي دي.
عبدالکبیر د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د افغان کډوالو پر وړاندې د اسلامي هېوادونو ظالمانه کړنې دردوونکې او د اندېښنې وړ دي.
هغه زیاته کړې، چې افغانان «د دین او اسلامي خاورې د ساتلو لپاره کډوالۍ ته اړ شوي.»
بل خوا د کډوالو ستونزو ته د رسېدګۍ په برخه کې د طالبانو عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ ۴۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴۳ تنه وو، د کندهار د سپین بولدک او ۷۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵۰۰ تنه وو، د ننګرهار د تورخم له لارې له پاکستان څخه راستنې شوې دي.
یاد کمېسیون ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شوي یو شمېر کډوال یې په لنډمهالو مېشت غالو کې ځای پرځای کړي او یو شمېر یې خپلو اصلي مېنو ته لېږلي دي.
پر همدغه مهال د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په تورخم کې د عمري مېشت غالي د مسوول له قوله خبر ورکړی، چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره ۱۲ ټاکل شویو کمېټو د خوراکي توکو، روغتیا، ټرانسپورټ، مخابراتو، ثبت، اسنادو او پوهاوي برخو کې خپل خدمات ۲۴ ساعته کړي دي.
اېکسپرېس ټریبیون د پاکستان د کډوالۍ ادارې د رسمي اسنادو پر بنسټ راپور ورکړی، چې له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د جبري اېستلو د دویم پړاو له پیله او په تېره یوه اوونۍ کې (د وري له ۱۲ تر ۱۹ ) ۱۱۳۷۱ افغان کډوال په جبري ډول اېستل شوي دي.