افغان نولس کلنو ملې لوبډلې د نیپال له نولس کلنې ملي لوبډلې څخه د درې یو ورځینو سیالیو لوبلړۍ دوه پر یو وګټله. افغان ۱۹ کلنې ملې لوبډلې له کوربه لوبډلې د لوبلړۍ دوه لوبې په لوی توپیر ګټلې وې، خو درېیمه لوبه د شدید باران له امله د ډي اېل اېس قانون له مخې د نیپال په ګټه اعلان شوه.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې افغانستان نولس کلنې کرېکټ ملي لوبډلې د نیپال پر وړاندې د درې یو ورځنیو سییالیو په لوبلړۍ کې د دوو بریاوو په ترلاسه کولو سره د یادې لوبلړۍ جام په خپل نوم کړ.
کرېکټ بورډ وايي، چې له دې وروسته د نولس کلنو افغان کرېکټ ملي لوبډله د کرېکټ نړیوالې شورا د نولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام په غوراوي سیالیو کې هم ګډون کوي او د راتلونکې یکشنبې په ورځ به خپله لومړۍ لوبه د عمان د نولس کلنو ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.
د افغانستان او نیپال د نولس کلنو ملي لوبډلو تر منځ د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ شپږ ورځې وړاندې په نیپال کې پیل شوې وه.
افغان نولس کلنو ملي لوبډلې په خپله لومړنۍ لوبه کې د نيپال لوبډلې ته د ۱۰۳ منډو په توپیر او په دویمه لوبه کې د ۱۶۹ منډو په توپیر ماته ورکړه خو نن د وروستۍ لوبې دویمه پاڼۍ کې د شدید باران له امله بشپړه نه شوه او دغه لوبه د ډي اېل اېس قانون له مخې د ۸۵ منډو په توپیر د نیپال د نولس کلنې لوبډلې په ګټه پای ته ورسیده.