په داسې حال کې چې د ماشومانو نیول او ځورول د دوی له حقونو سړغړونه بلل کېږي، تورخم ته راغلي یو شمېر افغان ماشومان له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلند شکایت کوي او وايي، دوی پرته له کومې ګناه نیول شوي او ان تر زندان رسېدلي دي.
د شاکر او سلمان په نومونو افغان ماشومان چې په دې وروستیو کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای افغانستان ته ډيپورټ شوي، په خپلې مرکه کې زیاتوي چې دوی د پاکستان د راولپېڼدۍ پولیسو هغه مهال نیولي، چې د یوې روغتیايي ستونزې لپاره روغتون ته تلل.
ورته مهال، د یادو ماشومانو پلار سعید وایي چې مشر زوی یې په ګرمو اوبو سوځېدلی و او بل یې د هغه د درملنې لپاره روغتون ته ورسره لاړ، خو په وینا یې د پنجاب پولیسو د ده دواړه زامن ونیول.
سعید په دې تړاو وايي. «موږ یوازې روغتون ته روان وو، هېڅ کومه ناقانونه ستونزه مو نه درلوده، خو بیا هم زموږ ماشومان ونیول شول.»
سلمان او شاکر چې د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند له امله سخت ځورېدلي، وايي دا یې د ژوند تر ټولو بدې او سختې ورځې دي.
هغوی له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په مرکه کې وویل: «مونږ ډېر وډار شوو او ویل مو چې ښايي بیا هېڅکله له خپل مور او پلار سره ونه ګورو. دا مو د ژوند تر ټولو سختې او بدې ورځې وې.»
په پاکستان کې د بشري او ماشومانو حقونو یو شمېر فعالانو له افغان ماشومانو سره د پاکستان د امنیتي ځواکونو ناوړه چلند غندي او دا د هغوی له حقونو سرغرونه بولي.
دوی پر دې ټینګار کوي، چې په داسې شرایطو کې باید د ماشومانو وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وشي څو هغوی له کړاوونو او ځورونو څخه خوندي پاتې شي.
د یادونې ده، چې دا په پاکستان کې له افغان کډوالو ماشومانو د ناوړه چلند کومه نوې پېښه نه ده، بلکې ورهاخوا ګڼ شمېر ماشومان دي چې په دغه هېواد کې پر شاقه او سختو کارونو بوخت دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان امنیتي ځوکونو د دغه هېواد په ګوټ ګوټ کې د روانې اپرېل میاشتې په سر کې د اېسيسي کارټلرونکو او نورو بېاسنادو افغان کډوالو د نیولو عملیات پیل کړي او تر دې دمه یې زرګونه افغان کډوال افغانستان ته ډيپورټ کړي دي.