د طالبانو په اړه د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق وروستۍ څرګندونې د روغې جوړې پرځای توندې شوې دي.
له صادق وړاندې د افغانستان لپاره د پاکستان مخکیني ځانګړي استازي اصف دراني هم د اړیکو له بنبست کېدو وروسته ددې ډلې خلاف توندې څرګندونې کړې وې.
محمد صادق، چې له اصف دراني وروسته د کابل او اسلام اباد د اړیکو د رغولو لپاره د ځانګړي استازي پر څوکۍ ټاکل شوی، د طالبانو په تړاو په تېرو څو کلونو کې نرم دریځ درلود، خو اوس د نوموړي له «توندې لهجې» داسې ښکاري چې د دواړو خواوو ترمنځ په اړیکو کې رامنځته شوی کنګل نه دی مات شوی.
محمد صادق په خپلو وروستیو څرګندنو کې د اصف دراني په پله، طالبانو ته ویلي چې په خپله خاوره کې د ټي ټي پي پرضد ګامونه اخلي او که نه د دواړو هېوادونو ترمنځ به پر نورو موضوعاتو خبرې نه کوي.
محمد صادق په اسلام اباد کې (د سلواغې پر لومړۍ نېه) ویلي و، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باید د اقتصادي اړیکو، سولې، ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره هر اړخیزه تګلاره جوړه شي.
محمد صادق د مارچ میاشتې په وروستیو کې کابل ته سفر وکړ او د طالبانو له مشرانو سره یې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.
نوموړي د مارچ پر ۲۳ مه په کابل کې د پاکستان ملي ورځې په مناسبت د بیرغ پورته کولو په مراسمو کې چې د پاکستان سفير عبيد الرحمن نظاماني هم پکې ګډون درلود، وویل، چې « د پاکستان او افغانستان اقتصادي ګټې یو له بل سره تړلې دي او په افغانستان کې سوله او پرمختګ د سیمې د ثبات لپاره اړین دی».
خو پر دغه سفر دوه اونۍ نه اوړي، چې نوموړی له طالبانو سره د اړیکو په پرمختګ کې خپله نهیلي ښيي.
صادق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې له تېر یوه کال راهیسې په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې ۵۰۰ افغان وګړي ښکېل دي او شمېر یې مخ په زیاتېدو دی.
د هغه اشاره هغو افغان طالبانو ته ده، چې د خپلو پخوانیو همکارانو «پاکستاني طالبانو» په لیکو کې د پاکستان د پوځ او امنیتي ځواکونو خلاف جګړو کې برخه اخلي.
نوموړي دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د اسلام اباد د پالیسۍ څېړنې انسټیټیوټ په ناسته کې کړې دي.
نوموړي وړاندې ویلي، چې د هند د استخباراتو اداره «را» په افغانستان کې له شته وضعیت څخه ګټه پورته کوي.
له صادق وړاندې د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني هم له طالبانو سره د اړیکو په رغونه کې له پاتې راتلو وروسته، پر دې ډلې توندې نیوکې وکړې.
په کابل کې د طالبانو سرچینې هم مني چې د پاکستان غوښتنه د افغان طالبانو څخه دا ده، چې ټي ټي پي دې له خپلې خاورې وباسي او دوی ته دې اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد وکاروي.
د طالبانو سرچینې زیاتوي چې کابل ته د وروستي سفر پرمهال محمد صادق د یو شمېر افغان طالبانو په اړه هم غږېدلی او اندېښنه یې ښودلې چې د دوی وسله وال د ټي ټي پي په لیکو کې د پاکستان د پوځ پرضد جګړه کې ښکېل دي.
د طالبانو ځیني باخبره سرچینې وايي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني عربي متحده اماراتو ته د خپل سفر پرمهال د اماراتو له چارواکو سره د ټي ټي پي په اړه هم غږېدلي دي او ډیورند کرښې ته له ور څېرمه ولایتونو څخه یې غزني ته د هغوي مکمل انتقال باندې هم خبرې شوې دي.
پاکستان نه یوازې د ټي ټي پي پر موضوع له طالبانو سره اختلاف لري بلکې د طالبانو او د هندوستان ترمنځ اړیکو باندې هم ناخوښه دی.
افغان طالبان د ټي ټي پي مساله د پاکستان داخلي موضوع بولي.