امریکا او پاکستان په افغانستان کې د پاتې شویو وسلو او پوځي تجهیزاتو په اړه خبرې کړي

۷ ساعتونه مخکې

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره د ټلیفوني خبرو پر مهال په افغانستان کې له ناټو او امریکايي ځواکونو د پاتې شویو پوځي وسلو او تجهیزاتو د موضوع د حل په اړه خبرې کړې دي.

د راپور له مخې، دواړو سیالانو د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییز امنیت او اقتصادي همکاریو په اړه هم خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په دغه هېواد کې د کانونو او سوداکرۍ په برخه کې د امریکا د لېوالتیا څرګندونه کړې.

په دغه ټلیفوني اړیکه کې اسحاق ډار ویلي: «پاکستان غواړي چې له امریکا سره خپلې ګډې هڅې لا نورې پیاوړې کړي،» او زیاته کړې یې ده، چې دغه هېواد ژمن دی له امریکا سره د سوداګرۍ، پانګونې او ترهګرۍ مخنیوي په برخو کې همکاریو ته دوام ورکړي.

ویل کېږي، چې دواړو سیالانو په دې هوکړه کړې، چې د افغانستان د مسایلو په اړه به په ګده هڅې وکړي او د امریکا – پاکستان تر منځ د اقتصادي همکاریو لپاره به یوه وړ لاره غوره کړي.

‏د یادولو وړ ده، چې طالبانو ته پاتې امریکایي وسلې او تجهیزات په متحده ایالاتو کې یو له جنجالي موضوعاتو څخه ده.

ولسمشر ټرمپ په وار، وار نیوکه کړې، چې جوبایډن په غیر مسوولانه توګه له افغانستان څخه خپل ځواکونه و اېستل او د امریکایي وسلو تر څنګ یې پرېمانه تجهیزات طالبانو ته په میدان پرېښودل.

د ټرمپ له لوري په افغانستان کې د‌ پاتې شویو وسلو او پوځي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو لپاره یو استازی هم ګومارلی شوی او په وار وار یې ګوت څنډنه کې چې له طالبانو به خپلې ټولې پاتې شوې وسلې او تجهیزات بېرته اخلي.

په افغانستان کې د پاتې شویو وسلو او پوځي تجهیزات د بېرته غوښتنې په تړاو د امریکا څرګندونو ته په غبرګون کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا پاتې وسلې او پوځي تجهیزات د طالبانو ملکیت دی او په هېڅ صورت به یې امریکا ته ونه سپاري؛ ان که د پوځي جګړې په بیه هم تمام شي.

له بلې خوا څو ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شفقت علي خان په افغانستان کې د پرمختللو امریکايي وسلو شتون ته په اشاره وویل: «له امریکایی ځواکونو پاتې وسلې د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون غوښتونکو په ګډون د ترهګرو سازمانونو له‌خوا په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لپاره کارول کیږي.»

نور خبرونه

رادیو