په وروستیو کې پاکستان د افغان کډوالو پر وړاندې خپل دریځ سخت کړی او اعلان یې کړی چې له دغه هېواده به ټول هغه افغان کډوال وباسي چې اسناد نه لري او یا هم د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لري.

په دې کار سره پاکستان شپږ نړۍوال قوانین، اعلامیې او کنوانسیونونه نقض کوي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د یوه ګاونډي هېواد په توګه خپل مهم رول ته دوام ورکړي.

کارپوهانو وویل: "په پاکستان کې میلیونونه افغانان د خپل اصلي خوندیتوب اندیښنو په پام کې نیولو پرته افغانستان ته د بیرته ستنیدو له ګواښ سره مخ دي."

په دغه ګواښ کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی، د ښځو او نجونو د حقونو سیستماتیک تخریب، د بشري حقونو د نړۍوال قانون او د کډوالو د قانون څخه سرغړونه او د یونسیار سره د بېرته ستنولو مشورې نه کول شامل دي.

د ملګرو ملتونو دغه کارپوهانو د جنسیت او متقابلو اغیزو په اړه ځانګړې اندیښنه څرګنده کړې.

دا جبري ایستل نه یوازې بشري ناورین رامنځته کوي، بلکې دا هغه عمل دی چې د پاکستان له خوا د بېلابېلو نړۍوالو اصولو، اعلامیو، کنوانسیونونو او تړونونو ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي.

۱. د ۱۹۵۱م کال د کډوالو کنوانسیون او د ۱۹۶۷م کال الحاقي پروتوکول

که څه هم پاکستان د ۱۹۵۱م کال د کډوالو د کنوانسیون غړی نه دی؛ خو د کډوالو پر وړاندې د چلند نړۍوال اصول د عرفي نړۍوال قانون (customary international law) له مخې په جبري ډول د کډوالو ایستل د نړۍوالو اصولو خلاف عمل دی او دا اصول په ټولو دولتونو لازمي دي.

د دې کنوانسیون یو مهم اصل "non-refoulement" دی، چې له مخې یې هېڅ دولت نه شي کولای یو کډوال یا پناه غوښتونکی بېرته داسې ځای ته واستوي چې هلته یې ژوند یا ازادي له خطر سره مخ وي.

د افغان کډوالو په حالت کې، چې ډېری یې د طالبانو له وېرې افغانستان پرېښی، پاکستان که دوی بېرته افغانستان ته لېږي، نو دا عمل یې د "non-refoulement" اصل ښکاره نقض دی.

۲. د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه (UDHR - 1948)

د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه، چې پاکستان هم ورته ژمن دی، د انساني کرامت، ازادي او په امن کې د ژوند حق تضمینوي.

د دې اعلامیې د ۱۴مې مادې له مخې، هر انسان حق لري چې د ځورونې له امله پناه وغواړي او تر لاسه یې کړي.

همدا راز د ۹مې مادې له مخې، هېڅوک باید په زور و نه ایستل شي، بندي نه شي او نه هم له هېواده وشړل شي پرته له دې چې یوه عادلانه او قانوني پروسه عملي شي.

په زرګونو افغان کډوال، چې هېڅ قانوني بهیر ته نه دي وړاندې شوي، له پاکستانه ایستل کېږي. دا کار د اعلامیې د یادو مادو ښکاره سرغړونه ده.

۳. د ماشومانو د حقونو کنوانسیون (CRC - 1989)

پاکستان د ماشومانو د حقونو کنوانسیون لاسلیک کړی او له مخې یې دولتونه مکلف دي چې د ماشومانو حقونه او ګټې وساتي.

دا چې زرګونه افغان ماشومان له پاکستانه ایستل کېږي، له ښوونځیو، روغتیايي خدمتونو او نسبتاً ارامه چاپېریال څخه محرومیږي.

د یاد کنوانسیون د ۳یمې مادې چې د ماشوم غوره ګټې او حقونه تضمینوي او همدا راز د ۲۲مې مادې له مخې، چې د کډوالو ماشومانو حقوق خوندي کوي د پاکستان له خوا یې ښکاره سرغړونه ده.

۴. د شکنجې ضد کنوانسیون (CAT - 1984)

پاکستان دا کنوانسیون هم لاسلیک کړی. د دې کنوانسیون له مخې، هېڅ دولت نشي کولای یو څوک بېرته داسې هېواد ته واستوي چې هلته د شکنجې خطر وي.

افغانستان کې د طالبانو له خوا د نیول کېدو، شکنجې، یا سزا خطر لا هم موجود دی؛ نو د افغان کډوالو ایستل د دې کنوانسیون خلاف عمل دی او د نړۍوالو اصولو له مخې، سرغړونه بلل کیږي.

۵. د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) اصول او ژمنې

پاکستان د اسلامي همکاریو سازمان غړی دی او د دې سازمان اصول د مسلمانانو ترمنځ د مرستې، کرامت او یووالي روحیه تقویه کوي.

پاکستان هم په بار - بار ویلي، چې له افغانستان سره د یوه مسلمان ورور هېواد په توګه چلند ته ژمن دی؛ خو د افغان کډوالو سره دا ډول چلند د اسلامي ارزښتونو او د OIC د اصولو سره هم ټکر لري.

۶. د UNHCR سره دوه اړخیزې ژمنې

که څه هم پاکستان د کډوالو کنوانسیون غړی نه دی، خو له UNHCR سره یې همکاري کړې، پر وخت یې امکانات او مرستې تر لاسه کړې، د کډوالو د ثبت، محافظت او دوامداره حل لارو د موندلو لپاره یې فرعي اصولنامې لاسلیک کړې دي.

د افغان کډوالو جبري ایستل د دې ژمنو خلاف دی او د پاکستان نړۍوال اعتبار ته زیان رسوي.

په داسې حال کې چې د افغان کډوالو جبري ایستل نه یوازې یو بشري ناورین دی، بلکې پاکستان دا کار د څو مهمو نړۍوالو کنوانسیونونو، اعلامیو، او اصولو خلاف ترسره کوي.

دا عمل د نړۍوالو قوانینو ښکاره نقض دی او نه یوازې د افغانانو بلکې د پاکستان د نړۍوال اعتبار، انساني ارزښتونو او اسلامي اصولو خلاف هم دی.

نړۍواله ټولنه باید دا مساله جدي ونیسي او پاکستان باید د جبري ایستلو پر ځای د قانوني، انساني او همغږې حل لارې لټه وکړي.

نور خبرونه

رادیو