د خېبر پښتونخوا له ستر ښار پېښور څخه افغانستان ته د (ACC) کارت لورونکو افغان کډوالو ترڅنګ د بې اسناده کډوالو د جبري بېرته ستنولو لړۍ هم روانه ده.
پاکستاني چارواکي وایي، چې د دوشنبې په ورځ یې له ۵ زرو زیات کډوال شړلي دي.
دوی دغه راز ویلي، چې د تورخم له لارې د دوشنبې په ورځ له پېښوره ۲۳۵۵ د ACC کارت لرونکي افغان کډوال او ۳۰۴۲ بې اسنادو کډوال په جبريتوګه اېستل شوي دي.
د خېبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې تر اوسه ۵۵۶۸ بې اسناد او د ای سي سي کارت لرونکي افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.
د دوی معلومات ښيي، چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشت راهیسې د تورخم له لارې ټول ۴ لکه او ۸۸ زره او ۱۸۷ غیر قانوني افغان کډوال افغانستان ته استول شوي.
همدا ډول د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې له اسلام اباده ۱۶۰، له پنجاب او ګلګت بلتستان څخه ۴۲۲۷ افغان ای سي سي کارت لرونکي او بې اسناده افغان کډوال د تورخم په دروازه بېرته افغانستان ته لېږل شوي.
له تېرو څو میاشتو راهیسي په پاکستان کې د پولیسو له لورې د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات ترسره شوي دي.
د دوی په کورونو چاپې اچول کېږي او کور په کور د افغانانو تالاشۍ روانې دي.
ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو سازمانونو د پاکستان دغه اقدام په سختو ټکو غندلی دی او دا یې انساني ناورین بللی دی.
تر اوسه ګڼ شمېر افغانان نیول شوي او په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
همدا ډول ګڼ شمېر داسې افغانان هم شته، چې تر اوسه د پولیسو له لورې د افغان کډوالو لپاره په ځانګړو شویو کمپونو کې د بېرته سنتېدو په موخه شېبې شماري.