د پولنډ دفاع وزیر وايي، دغه هېواد ته یې د یوې ۳۰۰ کسیزې ډلې د ننوتلو مخه نیولې، چې ډېری پکې افغانان او د سوډان وګړي وو. تېره اونۍ له بلاروس نه یو شمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پولنډي ځواکونو تر نیولو کېدو وروسته وهلي او یو شمېر افغانان لاهم لادرکه دي.
ولادیسلاو کوسینیاک کامیش د دغه هېواد پولساټ نیوز ټلویزیون ته وویل، چې د اپرېل پر پنځمه د شپې شاوخوا ۳۰۰ تنو، چې ډېری یې د سوډان او افغانستان وګړي وو، هڅه وکړه پولنډ ته ناقانونه واوړي، خو دا هڅې شنډې شوې.
کوسینیاک کامیش دا د پولنډ د د ثبات کمزوري کولو هڅې وګڼلې او ویې ویل، « دوی د سرپناه موندلو لپاره نه، بلکې د پولنډ د بې ثباتۍ لپاره هڅې کوي. له پولې ناقانونه تېرېدل د قانون ماتول دي».
د افغانانو وهل او ربړول
د اپرېل پر شپږمه له بېلاروس نه یو شمېر افغانانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې په لارو کې «د بېلاروس او پولنډ امنیتي ځواکونو ربړولي او د وړاندې تګ اجازه نه ورکوي».
د ننګرهار ولایت یوه اوسیدونکي عرفان الله غفوري وویل، چې دوی تر بېلاروس هېواده رسیدلی، خو « د بېلاروسي او پولنډي امنیتي ځواکونو له خوا سخت ربړول شوي دي».
دغو کسانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته یو شمېر انځورونه او ویډیوګانې راولیږلې او ادعا یې وکړه، چې پر بدن د کړاو نښې یې د همدې شکنجو له امله دي.
عرفان الله له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وویل چې پر دوی پولنډي سرتېرو سپرۍ شیندلې او تر وهلو او ډبولو وروسته یې بېرته بېلاروس ته شړلي دي.
د نوموړي په وینا، د بلاروس له پولې پولنډ ته د اوښتو پر مهال د دوی د ډلې شمېر ۳۰ تنه و، خو د پولنډي ځواکونو له خوا تر نیول کېدو او ربړولو وروسته اوس دوی یوازې څلور کسان پاتې دې او د نورو د مرګ او ژوند حال نه لري.
پولنډ وايي بېلاروس قصدا کډوالو ته لار ور کوي
د کیېف انډیپنډنټ د رپوټ له مخې، د پولنډ سرحدي ساتونکو او رسنیو رپوټ ورکړی، چې د پولنډ او بېلاروس ترمنځ د کډوالو پر سر اړیکې ورځ تر بلې ترینګلې کېږي.
پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د ناټو غړي هېواد پولنډ او د روسیې نږدې متحد بیلاروس ترمنځ کړکېچ زیات شوی.
وارسا له څو کلونو راهیسې بیلاروس تورنوي چې پر اروپايي ټولنې د فشار لپاره یې قصدا کډوال د پولنډ پر لور تګ ته هڅولي، خو مینسک دا ادعا ردوي.
کله چې کوسینیاک کامیش د پولنډ د پولې وضعیت تشریح کاوه، ویې ویل چې «وحشت زیات شوی دی»، ځکه کډوال له پولې نه د تېرېدو پر مهال تیږې، لرګي او حتا د اوسپنې پرې کولو ماشینونه کاروي.
بیلاروس، چې د الکساندر لوکاشینکو لهخوا اداره کېږي، د مسکو له جګړې پراخ ملاتړ کړی او پوځ یې وخت پر وخت له پولنډ او نورو اروپايي هېوادونو سره پر پوله تمرینونه کوي.
په ورته وخت کې، د لاتویا پوځ له روسیې او بیلاروس سره پر پوله د ټانک ضد کندې باسي، چې د بالتیک ګډه دفاعي کرښه پیاوړې کړي.
په ورته وخت کې د پولنډ او جرمني پر پوله دوه اوکراینیان نیول شوي چې د سوډان او افغانستان له کډوالو سره یې د غیرقانوني اوښتو په برخه کې د همکارۍ هڅه کوله.
د پولنډ سرحدي ساتونکو ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې لږ تر لږه ۷۴۰ اوکراینیان د کډوالو په قاچاق کې د لاس لرنې په تور نیول شوي دي.