سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په شفاهي ډول ټولو ادارو ته امر کړی، چې تر امرثاني پورې د مشاعرو جوړول وځنډوي.
طالبانو دا پرېکړه د اقتصادي منابعو د ضایع کېدو مخنيوی او د بیت المال خوندي ساتل بللي دي.
سرچینو د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ولایتي ادارو ته په شفاهي ډول امر کړی، چې تر دویم امر پورې مشاعرې وځنډوي.
د سرچینو په وینا، طالبانو دغه پرېکړه په ننګرهار کې د نارنج ګل تر انتقادي مشاعرې وروسته کړې ده.
د دوشنبې په ورځ په پروان ولایت کې د ارغوان ګل تر نامه لاندې جوړېدونکې مشاعره هم ترسره نه شوه او طالبانو فرهنګي فعالانو او د مشاعرې سمبالوونکو ته ویلي، چې د هوا د خرابتیا له کبله یې مشاعره لغو کړې ده.
لیکوالان او شاعران وایي، چې په پروان کې هوا سمه وه او دې ډلې باران پلمه کړی دی.
سرچينو دا هم ویلي، چې طالبانو دا پرېکړه د مالیاتو د سم استعمال لپاره تر سره کړې.
په ډېرو ولایتونو کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ادارو کلنۍ مشاعرې تر سره کولې.
یو شمېر طالب پلوو پر ټولنیزو رسنیو د دغې ډلې دا پرېکړه غندلې او دا يې د فرهنګی ودې د مخنيوي هڅه بللې ده.
د محمد متوکل په نوم یو طالب پلوه د کنايې په ډول لیکلي: « پر مشاعرو امر ثاني نازل شو، ښه شوه چې له دې مشاعرو هم خلاص شوو»
د صابر په نوم یوه ځوان لیکلي: « په پروان کې اسمان شین دی خو ذهنونه مو تور، زړه مو تنګ او د بیان پر وړاندې مو خوله تړلې ده. ځکه مو بنده کړه چې له شعر، له نیوکې، له ازاد فکر تښتو، دا باران نه و دا زموږ ویره وه د قلم ویره، د حق ویره، خو د حق غږ چپ کول ناممکن دي».
طالبانو په رسمي ډول تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او د دغې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم په دې اړه له معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه.
لیکوالانو، شاعرانو او فرهنګپالو مشاعرې د فرهنګ د ودې یوه برخه بللې او بندول يې د ټولنې په زيان یاد کړي دي.
په ننګرهار کې د نارنج ګل په مشاعره کې يو شمېر شاعرانو انتقادي شعرونه وویل او د طالبانو له مشره یې غوښتنه وکړه، چې کابل ته لاړ شي او په عام محضر کې خپله رهبري وکړي.