د بې پولې ډاکټرانو سازمان د یونان د ساموس ټاپو د کډوالو په کمپ کې په خوارځواکۍ د اخته افغان او سوریايي ماشومانو د موندلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه سازمان ویلي چې د سوریې او افغانستان شپږ ماشومان یې تشخیص کړي چې له شدیدې یا منځنۍ حاد کمزورۍ سره مخ دي.
د ګریک رپورټر او رویټرز د معلوماتو له مخې، بې پولې ډاکټران وايي، چې دا د ماشومانو ژوند ګواښي او د نور زیات زیان د مخنیوي لپاره بیړنۍ مداخلې ته اړتیا ده.
له ۲۰۲۱ کال وروسته دا لومړی ځل دی چې بې پولې ډاکټران له دغه کمپ نه د ماشومانو د حادې کمزورۍ یا خوارځواکۍ رپوټ ور کوي.
که څه هم سازمان د کمپ د ژوند له شرایطو سره د دې پېښې مستقیمه اړیکه نه تاییدوي، خو خبرداری یې ورکړی چې د ناکافي خوړو او روغتیايي خدمتونو له امله ماشومان په جدي خطر کې دي.
د بې پولې ډاکټرانود یونان د څانګې اجرایه رییسې کریسټینا پسارا اندېښنه څرګنده کړې او وايي، « هیڅ ماشوم باید د سیسټماتيکې بې پروایۍ له امله له کمزورۍ سره مخ نه شي».
هغې په ټینګار سره وویل چې د دې مسالې د حل لپاره بیړنیو اقداماتو ته اړتیا ده، او یادونه یې وکړه چې د کمپ یوه پر څلورمه برخه اوسېدونکي ماشومان دي. دغه سازمان همداراز د کډوالۍ د شرایطو عمومي خطرات یاد کړي.
خو د یونان د کډوالو وزارت دغه ادعاوې رد کړې دي او ویلي یې دي چې دغه موارد جلا جلا دي او د کمپ د ژوند له شرایطو سره هیڅ تړاو نه لري.
وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې د کمپ د خوراکي پروګرام عمومي پلي کول بشپړ شوي او د ژوند شرایطو ښه کولو ته یې پام شوی.
ساموس کمپ د اروپایي اتحادیې په تمویل سره جوړ شوی و او د ۲۰۲۱ کال په اوږدو کې پرانېستل شو. دغه کمپ د پخواني او ډېر ګڼ میشتي «واتي» کمپ ځای ناستی شو، چې اووه زره کډوال پکې اوسېدل او په ټيټو شرایطو کې یې ژوند کاوه.
ساموس کمپ د خیریه سازمانونو او بشري حقونو سازمانونو له خوا په پراخه توګه غندل شوی او د زندان نوم یې ورکړی دی.
دا په یونان کې د پناه غوښتونکو لومړنی تړلی کمپ دی چې د خبریالانو پرمخ هم بند دی.
د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میتسوټاکیس د کمپ د پرانېستلو پر مهال د کمپ دفاع وکړه او دا یې «مسلکي» او «امن» کمپ بللی و.