ایران له دغه هېواده د افغان کډوالو په تدریجي ستنېدو ټینکار کړی

۲ ورځې مخکې

‏د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي یو وار بیا له دغه هېواده د افغان کډوالو په تدریجي ستنېدو ټینکار کړی دی.
نوموړي دغه څرګندونې په افغانستان کې د ایران سفیر علیرضا بېکدلي سره په لیدنه کې کړې دي.

په کابل کې د ایران سفارت پر اېکس پاڼه کاږلي، چې علیرضا بیکدلي په دغه لیدنه کې له سید عباس عراقچي سره د ایران او افغانستان د اړیکو په تړاو وروستي معلومات، پروګرامونه او خپلې لاسته راوړنې شرېکې کړې دي.
ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم په بېلابېلو برخو کې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو اهمیت ته په اشارې سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړو د جدي څار پر اړتیا ټینګار کړی.
نوموړي په ټینګار سره ویلي، د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره د لاسلیک شويو هوکړه لیکونو په ګډون د افغان کډوالو تدریجي ستنېدو د اسانتیا برابرولو او د دغه هیواد په جوړولو کې د دوی پر ګډون ټینګار کړی دی.

خو تر دې دوه ورځې وړاندې د ایران د کرمان ولایت د مرکزي څارنوالۍ مشر مهدي بخشي ویلي و، چې په تېرو پنځلس ورځو کې یې څلور زره افغان کډوال په دغه ولایت کې تر نیول کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.
نوموړي دا هم ویلي و، چې دغه افغان کډوالو د استوګنې قانوني اسناد نه ‌لرل او له همدې امله له ایرانه اېستل شوي دي.
بل خوا د کرمان د امنیې قوماندانۍ د عملیاتو مرستیال امین یادګار‌ نژاد ویلي و، چې یوازې د روان لمریز کال (۱۴۰۳) له پیله تر اوسه پورې یې له دغه ولایته ټولټال ۳۴ زره او ۷۰۶ بې‌اسناده افغان کډوال اېستلي دي.

نور خبرونه

رادیو