د پاکستان اوسنی پلان چې میلیونونه افغان کډوال وباسي، یو پراخ، خطرناک، شدیداً سیاسي او غیرمسوولانه اقدام دی.

له بلې خوا، د طالبانو د رژیم غبرګون هم خواشینوونکی او د منلو وړ نه دی.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د حضور تاریخ له تضادونو ډک دی. له یوې خوا، کوربه ټولنو په ځانګړي ډول د قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا او بلوچستان خلک د شفقت او مېلمه‌پالنې ښکلي بېلګې وړاندې کړې دي؛ خو له بلې خوا، د پاکستان دولتي ادارو او پوځ دا موضوع بیا-بیا د خپلو ناکامو امنیتي او بهرنۍ پالیسۍ وسیله ګرځولې او ترې یې سیاسي استفاده کړې ده.

د پاکستان حکومت وروستي اقدامات د افغان کډوالو پر وړاندې د بې‌مسوولیتۍ او ناپوهۍ یو نوی او خطرناک حد ښيي.

د نړۍوالو بشري حقونو مدافع بنسټونه، د کډوالو ملاتړي سازمانونه او د ملګرو ملتونو ادارې پر پاکستان څو وارې غږ کړی چې دا بشري فاجعه دې نه پېښوي.

له دې امله چې د کډوالو بېرته ستنېدل له جدي خطرونو سره مل دي او احتمال شته چې د سیاسي تعقیب سره مخ شي، د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستانه غوښتي چې: "سملاسي دې د جبري داخلي بې‌ځايه‌کولو، ایستنې، نیونې، جبري ایستنې، ګواښونو او نورو فشارونو مخه ونیسي او د نه ایستلو اصل (non-refoulement) دې رعایت کړي، چې یو مطلق او نه‌ماتېدونکی اصل دی."

دغه راز، د پاکستان د خلکو، مدني ټولنو مشرانو او سیاسي څېرو ورته غوښتنې هم تر اوسه له پامه غورځول شوې دي.

هغه دلایل چې د پاکستان سیاستوال د دې ظالمانه اقدام د توجیه لپاره وړاندې کوي، بې‌اساسه او نادرست دي.

افغان کډوال د پاکستان د مزمنو ستونزو؛ لکه ناامنۍ، اقتصادي بحران، د حکومتولۍ ضعف، جوړښتي تبعیض او ولسي ناخوښۍ اصلي علت نه دي.

دغه کډوال د خپل زحمت، محدودو منابعو او په نورو هېوادونو کې د خپلو خپلوانو د مرستو پر مټ، نه یواځې دا چې د پاکستان پر اوږو بار نه دي، بلکې له دې هېواده یې زیات څه اخیستي نه دي؛ بلکې ورکړي یې دي.

حقیقت دا دی چې د پاکستان د دې وروستي اقدام تر شا اصلي انګېزه، د اسلام‌اباد سیاسي سرخوردګي ده؛ یوه داسې هڅه ده چې پر طالبانو فشار راوړي تر څو د پاکستان امنیتي غوښتنې ومني.

پاکستان له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې طالبانو ته پناه او ملاتړ یې ورکړی او د افغانستان، متحده ایالاتو او له ۴۰ زیاتو هېوادونو د ایتلاف غوښتنې یې له پامه وغورځولې دي.

د ترهګرۍ ضد نړیوالې مبارزې دا پړاو، د پاکستان له لوري له پراخې دوکې او نه عملي کېدونکو ژمنو سره مل و.؛ خو نن طالبان یا د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د کنټرول اراده نه لري، یا یې وس نه لري او دې کې هم شک نشته چې تحریک طالبان پاکستان د اوسنۍ ناامنۍ یوه مسوول برخه ده.

په دې هم شک نشته چې طالبانو ته د قدرت د بېرته راګرځولو مرسته یو تاریخي اشتباه وه چې پاکستان یې مرتکب شو او اوس دواړه هېوادونه باید د هغې غمیزې پایلې وزغمي؛ خو دا باور چې طالبان به یوازې د افغان کډوالو د خراب وضعیت او ایستنې له امله خپل سیاسي مسیر بدل کړي او د اسلام‌اباد امنیتي غوښتنې ومني، یوه بله ستره محاسباتي تېروتنه ده.

دغه ټوله کیسه په داسې حال کې روانه ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړیکو تمه کېږي، حال دا چې میلیونونه افغانان له خپلو کورونو شړل کېږي، له سپکوونکو چلندونو سره مخ دي، او دا یوه نه هېریدونکې تجربه ده چې هم افغانستان او هم نړۍواله ټولنه یې ژوره اغېزمنه کړې ده.

د شک ځای نه شته چې د طالبانو مشرتابه د میلیونونو بې‌ګناه افغانانو د دردناکې وضعې مسوولان دي، هماغسې چې د افغانستان دننه د ښځو او نجونو پر وړاندې د پراخې سرغړونې او سیستماتیکو سرکوبونو مسووله ډله ګڼل کېږي.

دا سرغړونې د وروستیو پراخو مهاجرتونو اصلي علت دی او همدا وجه ده چې افغانان نه غواړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

یوازې هغه وخت به کډوال په رضاکارانه، مصونه او دوامداره توګه خپلو کورونو ته ستانه شي، چې په افغانستان کې یو مشروع، مسوول او قانون‌پاله حکومت رامنځته شي چې د خپل ولس او نړۍوالې ټولنې پر وړاندې خپلې ژمنې پوره کړي.

د دې بدلون ترلاسه کول د یوه بین‌الافغاني سیاسي تفاهم له لارې نه یواځې د افغانستان او پاکستان لپاره، بلکې د ټولې سیمې او نړۍ د ثبات لپاره حیاتي اهمیت لري.

نور خبرونه

رادیو