‏ د افغانستان د کرېکټ الف لوبډله نن د اېرلنډ لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي

۱۱ ساعتونه مخکې

‏ د افغانستان د کرېکټ الف لوبډله نن د اېرلنډ الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
دغه لوبه نن دوشنبه (د وري ۱۸مه) د کابل په وخت د سهار په ۱۰:۳۰ بجو په متحده عربي ارماراتو کې پیلېږي.

‏د افغانستان کرېکټ بورډ مسوولینو ویلي، چې دغه لوبډله تر دې وروسته له سریلانکا او اېرلنډ سره درې اړخیزې یو ورځنۍ لوبې هم لري.
افغان ابدالیانو لوبډلې د اېرلنډ الف لوبډلې پر وړاندې د څلور ورځینۍ لوبې او درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د چمتووالي په موخه د دوشنبې په ورځ تمرینات پیل کړي وو.
تر دې وړاندې د افغانستان د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې له اېرلنډ او سریلانکا الف لوبډلو سره د درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ د افغان ابدالیانو لوبډلې نوملړ خپور کړی و.
د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ څلور ورځنیو سیالیو کې عبدالمالک مرستیال لوبډلمشر، اکرام علي خېل او افسر ځاځی وېکټ ساتونکي، ریاض حسن، عمران میر، بهیر شاه محبوب، اعجاز احمد مهري، شمس الرحمان، عصمت عالم، ضیاءالرحمان اکبر، عرب ګل مومند، ضیاءالرحمان شریفي، ابراهیم عبدالرحیمزی، بشیر احمد او فرید احمد ملک شامل دي.
د درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره هم صدیق الله اتل مرستیال لوبډلمشر، اکرام علي خېل او محمد اسحاق وېکټ ساتونکي، عبدالمالک، زبید اکبري، اعجاز احمد مهري، بلال احمد ترین، شرف الدین اشرف، فرمان الله ساپی، قیس احمد، ضیاءالرحمان اکبر، نوید ځدراڼ، خلیل احمد، عبدالرحمان او بلال سمیع غوره شوي دي.
د دغه سیالیو لپاره محمد سلیم ساپی، یما عرب، فریدون داودزی او خلیل ګربز د ټولو سیالیو لپاره احتیاطي لوبغاړو کې شامل دي.
په دغه لوبلړۍ کې ۷ یو ورځنۍ او دوه څلور ورځنۍ لوبې شاملې دي.
تر دغه لوبو وروسته (د اپرېل په ۱۳مه) د یو ورځنیو سیالیو درې اړخیزه لوبلړۍ پیلېږي، چې په لومړۍ لوبه کې به یې سریلانکا الف لوبډله د اېرلنډ الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
په دغه درې اړخیزه لوبلړۍ کې به هره لوبډله د بلې پر وړاندې دوه لوبې وکړي او د لومړي پړاو دوه مخکښې لوبډلې به (د اپرېل په ۲۵مه) پایلوبه کې سره ولوبېږي.

نور خبرونه

رادیو