د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس معصوم ستانکزي له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون ویلي، چې د کډوالۍ او ناورینونو اصلی عامل د پاکستان لاسوهنې او ناسم سیاستونه و.
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې له افغان کډوالو سره د پاکستان ناوړه چلند ساری نه لري، په داسې حال کې چې دغه هېواد خپله د کډوالۍ او ناورینونو اصلي لامل دی.
ستانکزي دغه راز طالبانو ته په اشارې سره ویلي، چې که دغه ډله د خلکو ضد کړنلاره بدله نه کړي، هېواد به قرباني کړي.
د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت یاد پخواني رییس ویلي: «داسې ناوړه چلند چې نن د افغان کډولو سره په خاصه ټوګه پاکستان کې کېږي ساری نه لري. د کډوالۍ او ناورین اصلي عامل هم د دوی مداخلې او ناسم سیاستونه وه. له دې پرله پسې ناورینونو باید درس واخلو او یوالی مو د حل لاره ده.»
نوموړی دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ د روانې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه په چټکۍ سره روانه ده او زرګونه افغانې کورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي.
د کډوالۍ ادارې سرچينې وايي، چې تر دې دمه زرګونه کسان له قانوني پروسې وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د وروستيو شمېرو له مخې، تر اوسه ۱۱ زره او ۳۷۱ غير قانوني افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.
په نننیو راپورونو کې راغلي، چې يوازې د دوشنبې په ورځ ۳ زره او ۶۶۹ غير قانوني مېشت افغانان د تورخم له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.
سرچينې زياتوي، چې ۲ زره او ۲۴۲ افغان کډوال په خپله خوښه د لنډي کوتل ترانزټ کمپ ته رسېدلي، چېرې چې د هغوی قانوني اسناد له کتلو وروسته ثبت شول.
د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال جواد شینواری راپور ورکوي، چې ترانزټ کمپ ته د راغلو کسانو له ډلې ۹۲۹ تنه غير قانوني مېشت ول، په داسې حال کې چې یو زرو ۳۱۳ کسانو سره د اې سي سي کارټونه موجود ول.
د نوموړي په وینا، له بېلابېلو ښارونو څخه نيول شوي یو زرو او ۴۲۷ غير قانوني کډوال په مستقیمه توګه تورخم ته لېږدول شوي، څو له هغه ځايه بېرته افغانستان ته واستول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اپرېل له میاشتې وړاندې هم د کډوالو د اېستلو لړۍ روانه وه.
د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۷مې د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳۱مې پورې ټولټال ۷۰ زره او ۴۹۴ افغانې کورنۍ بېرته هېواد ته ستنې شوې دي، چې شمېر يې ۴۶۹,۱۵۹ کسانو ته رسېږي.