طالبان: د امریکا لس سلنه تعرفه په ځانګړي ډول سوداګرې زیانمنوي

۲ ساعتونه مخکې

طالبان وايي، پر افغانستان د متحده ایالاتو لس سلنه تعرفه افغان صنعتکاران، کوچني کاروبارونه، نوې راټوکېدلې سوداګرۍ او په ځانګړي ډول ښځينه سوداګرې زیانمنوي.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، دې ته په پام، چې افغانستان یو اړمن او د ودې په حال کې هېواد دی، دا ډل سوداګریز فشارونه یې د اقتصادي ودې پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.

یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې افغانستان له امریکا نه په بېلابېلو برخو کې د نوې ټکنالوژۍ وسایلو وارداتو ته اړتیا لري او افغانستان پر دې وسایلو تعرفه صفر کړې ده او صادروونکو هېوادونو ته یې ترجیحي تعرفه په پام کې نیولې ده.

د طالبانو تر کنترول لاندې احصایې او معلوماتو ادارې د رپوټونو له مخې، غالۍ، زعفران، انځر، نسوار، جارو او پتنګ امریکا ته د افغانستان صادراتي توکي دي.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت له متحده ایالتونو او نورو هېوادونو غوښتنه کړې، چې د صادراتو او سوداګریزو راکړو ورکړو په برخه کې له افغانستان سره ملاتړی چلند ولري، چې په دې توګه به کابل په نړیواله سوداګرۍ کې اغیزناک رول ولوبولی شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ د دغه هېواد پر ټولو وارداتي توکو ۱۰ سلنه تعرفه ولګوله، چې په دې کې د افغانستان صادرات هم شامل دي.

د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ادارې په خپل کلني رپوټ کې ویلي چې افغانستان په ۱۴۰۲ کال کې ټولټال د پنځه اعشاریه اووه میلیونه ډالرو په ارزښت توکي امریکا ته صادر کړي دي.

په داسې حال کې چې له امریکا څخه افغانستان ته واردات ۲۳،۴ میلیونه ډالر ښودل شوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي بیلانس په دې کال کې۱۷،۷ میلیونه ډالره منفي ثبت شوی دی.

افغانستان امریکا ته په تېرو کلونو کې ډېری غالۍ، ټغر، خټین لوښي، وچه هوږه، زعفران، وچ انځر، ددېګ مصالې، کروت، شات، ګلاب ګل، تنباکو، کاني ډبرې، ویالنی، جارو، طبي بوټي، خواږه، د کالیو مینځلو صابون، نکریزي، بادام، الو بخارا، توت، مندتې او مڼې صادرې کړې دي.

د امریکا د حکومت د تعرفو جدول له مخې، د دغه هېواد صادراتی توکي افغانستان ته ۴۹ سلنه ګمرکي تعرفه لري.

له امریکا سره د افغانستان ټولیزه سوداګري په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۳۴ میلیونه ډالره اټکل شوې ده.

د امریکا د ځانګړي سوداګریز استازي د دفتر د معلوماتو له مخې، افغانستان ته په ۲۰۲۴ کال کې د امریکا صادرات ۱۱،۴ میلیونه ډالرو ته ورسېدل چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۷۶،۹ سلنه کموالی (۳۸،۲ میلیونه ډالر) ښيي.

له امریکا څخه افغانستان ته واردات په ۲۰۲۴ کال کې ټولټال ۲۲،۶ میلیونه ډالر وو چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۱۳،۲ سلنه زیاتوالی (۲،۶ میلیونه ډالر) ښيي.

نور خبرونه

رادیو