افغان ابدالیانو کرېکټ ملي لوبډلې د اېرلنډ الف لوبډلې پر وړاندې د څلور ورځینۍ لوبې په لومړۍ ورځ خپله په زړه پورې توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه او د لومړۍ ورځې تر پایه یې د خپلو ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۷ منډې جوړې کړې.
د افغان لوبډلې په ګټه ریاض حسن ۹۴، عمران میر ۸۵، بهیر شاه محبوب ۵۴ او لوبډلمشر دروېش رسولي ۵۳ منډې جوړې کړې.
افغان لوبډلمشر دروېش رسولي د ایرلنډ الف لوبډلې پر وړاندې د روانې څلور ورځینۍ لوبې په لومړۍ ورځ د افغان لوبډلې د توپوهنې په اړه وویل، چې د لوبې پچه ګټل مهم وو او موږ وشو کولی چې ښه پوهنه وکړو، ټولو لوبغاړو په زړه پورې توپ وهنه وکړه.
نوموړی وایی، سبا به افغان لوبغاړي توپ وهنې ته ادامه ورکړي او خپلو منډو ته په کتو به پرېکړه وکړي.
افغان ابدالیانو لوبډلې د اېرلنډ الف لوبډلې پر وړاندې د څلور ورځینۍ لوبې او درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د چمتووالي په موخه د دوشنبې په ورځ تمرینات هم کړي وو.
د افغانستان کرېکټ بورډ مسوولینو ویلي، چې دغه لوبډله تر دې وروسته له سریلانکا او اېرلنډ سره درې اړخیزې یو ورځینۍ لوبې هم کوي.