ایراني چارواکی: د دوغارون سرحد له لارې د اقتصادي تعاملاتو کچه ۳ مېلیارده ډالرو ته رسېدلې

AP ۱۴۰۴ وری ۱۷

په هرات ولایت کې د ایران سرکونسل علي‌رضا مرحمتي وایي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د دوغارون سرحد له لارې د اقتصادي تعاملاتو کچه په کلني ډول څه‌باندې ۳ مېلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون خبر ورکړی، چې نوموړي د دوغارون بندر د ایران او افغانستان ترمنځ مهمه اقتصادي دروازه بللې ده.
د مرحمتي په خبره، د دوه‌اړخیزه تعاملاتو زیاتوالی د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګوالو راجلبولو او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره مهم دی.
د دوغارون سرحد له لارې د اقتصادي تعاملاتو د کچې زیاتېدل د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د پراخوالي ښکارندويي کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۳ کال په لېندۍ میاشت کې د افغانستان د هرات له اسلام کلا سره پر پوله د ایران په تایباد کې د دوغارون ګمرک عمومي مدیر ویلي و، چې د دې کال له پیل څخه د لېندۍ تر وروستیو د څه باندې ۱۶۷ میلیون ډالرو په ارزښت توکي له دغه ګمرک څخه افغانستان ته صادر شوي.
سید حسن رحیميزاده دا هم ویلي و، چې دغه شمېر د ۱۴۰۲ کال په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
هغه دغه راز له دې لارې له نورو هېوادونو افغانستان ته د ۸۰۴ زره او ۹۸۵ ټنه مالونو د لېږد خبر ورکړ، چې ارزښت یې درې میلیارد او ۳۱۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
د دوغارون سرحد د ایران او افغانستان ترمنځ د ترانزیټ، صادراتو، وارداتو او د خلکو تګ راتګ لپاره یو له خورا مهمو بندرونو څخه ګڼل کېږي.
پر دې لاره له افغانستان څخه ایران ته وچه مېوه، قالیني، معدني مواد او داسې نور او له ایران څخه افغانستان ته بیا نفت او ګاز، خوراکي توکي، ساختماني مواد او د ځینو نورو توکو صادرات او واردات کېږي.

نور خبرونه

رادیو