طالبانو په خوست کې د هبت الله د فرمانونو بنرونه پر بېلبورډونو ولګول

۶ ساعتونه مخکې

په خوست کې د طالبانو ښاروالۍ د خپل مشر ملاهبت الله د فرمان پر اساس، د بدو او غیر شرعي دودونو پر وړاندې د عامه پوهاوي لړۍ پیل کړې ده.

خوست ښاروالي وايي، د ښار په بېلابېلو ګڼ مېشتو ځایونو او واټونو کې یې د هبت الله د فرمانونونو بنرونه پر لویو بلبورډونو لګولي دي.

په خوست کې د طالبانو ښاروالۍ نن یکشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې خوست ښاروالۍ یاد ګام د ښاریانو د ذهنیت روښانه کولو، د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا او منفي دودونو د مخنیوي په هدف ترسره کړی دی.

په دغه بنر کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د یوه فرمان «واده او په اړوندو امورو کې د رعایت وړ ټکي» لیکل شوي، چې که څوک په کومه نجلۍ یا ښځه هوايي ډزې وکړي او یا هم پېکی پرې کړي او یا څادر پرې واچوي په دې یا په بلې طریقي سره په جبري توګه هغه خپله ښځه وګڼي، دا غیر شرعي عمل او جرم دی.

دوی په دغو بنرونو کې په لیکلي ډول خبرداری ور کړی، چې داسې کسان دې د طالبانو محاکمو ته معرفي شي څو په سزا ورسیږي.

په بله ماده کې راغلي، هغه کوژده چې د شاهدانو په مخ کې عقد «ایجاب او قبول» پکې نه وي شوی، نکاح نه بلل کېږي.

خوست ښاروالۍ په خپله خبرپاڼه کې لیکلي چې له دې وړاندې ښاروالۍ د ښاري سیمو د ګذر وکیلانو، دیني علماوو او قومي مشرانو سره د یاد فرمان اړوند عامه پوهاوي یوه ستره ناسته هم کړې ده.

د طالبانو د خوست ښاروالۍ له ښاریانو غوښتي، چې د شرعي لارښوونو په رڼا کې د اصلاح بهیر او د یاد فرمان په تطبیق کې د خپل مسوولیت له مخې هر اړخیزه همکاري وکړي.

نور خبرونه

رادیو