د طالبانو او بدخشان د جرم ولسوالۍ د خلکو ترمنځ نښته؛ څلور کورونه په لاسي بمونو سوځول شوي

۶ ساعتونه مخکې

ځايي سرچينو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی چې د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په خُستک دره کې د طالبانو د یوه قوماندان اړونده ځواکونو او ځایي اوسېدونکو ترمنځ نښته شوې، چې له امله یې یو کس وژل شوی او پنځه تنه، چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

سرچینې وایي، دا نښته د شنبې په ورځ، د وري۱۶مه، هغه مهال رامنځته شوه چې د طالبانو د دفاع وزارت د حمایوي لواء مرستیال جمال‌الدین حقجو پورې اړوند ځواکونه د خُستک دره کې د والیبال یوه لوبغالي ته ننوتل.

د معلوماتو له مخې، نښته د ایله کلي د یوې کورنۍ او د جمال‌الدین حقجو اړوند کسانو ترمنځ شوې او دغه کورنۍ طالبان په زورواکي تورنوي.

شمس‌الرحمان مشفق، چې د یادې کورنۍ غړی دی، وایي د جمال‌الدین اړوند کسان د بدخشان په بېلابېلو نظامي ادارو کې دندې لري، خو وخت ناوخت له وسلو سره خُستک ته راځي، خلک ځوروي او هلته هېڅ رسمي دنده نه لري.

مشفق وایي، د پنجشنبې په ورځ، د وري۱۴مه، هم دغه کسان خُستک ته ورغلي وو او له کورنۍ سره‌یې شخړه کړې وه، خو شخړه پای ته رسېدلې وه. خو د شنبې په ورځ‌ یې د والیبال پر میدان یرغل وکړ او له دلیل پرته یې پر ځایي خلکو، چې والیبال‌یې کاوه، ډزې وکړې.

په دې نښته کې د مشفق د کورنۍ څلور غړي، چې ورور، دوه د تره زامن او یوه د تره لور یې پکې دي، ټپیان شوي. همداراز، یو هلک او یوه نجلۍ چې عمرونه یې تر ۱۳-۱۵ کلونو دي، هم ژوبل شوي دي.

یوه وېډیو چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، ښيي چې یو ماشوم پر ملا لګېدلی او تر درملنې لاندې دی.

مشفق وایي، د طالبانو یو کس چې میدان ته ورننوتی و، «احتمالاً» د طالبانو د خپلمنځي ډزو له امله وژل شوی او بل تن ټپي شوی دی. نوموړی زیاتوي چې د دوی د کورنۍ غړي له وسله والو سره‌ هیڅ تړاو نه لري، یوازې یې والیبال کاوه.

د طالبانو د بدخشان امنیه قوماندانۍ ویاند دغه پېښه تایید کړې، خو وایي دا نښته د «والیبال د لوبې پر سر شخړه» وه او له طالب ځواکونو سره‌یې اړیکه رد کړې ده.

طالبان وایي چې شپږ کسان‌یې د «یو ځوان د وژنې» په تور نیولي دي خو سرچینې زیاتوي، له نښتې وروسته طالبانو له جرم ولسوالۍ څخه نور ځواکونه خُستک ته لېږلي او یو شمېر خلک‌ یې نیولي دي.

مشفق وایي طالبانو د دوی د کورنۍ اته کسان نیولي، خو د جمال‌الدین حقجو تر ملاتړ لاندې څوک نه دي نیول شوي او لاهم په سیمه کې حضور لري.

د طالبانو د دفاع وزارت د حمایوي لواء مرستیال جمال‌الدین حقجو

د کورونو سوځول او د ټپیانو د انتقال مخنیوی

سرچینې وایي چې د حقجو اړوند زیات شمېر کسان له نښتې وروسته سیمې ته ورغلي، د لاسي بمونو په بریدونو یې د ولسي خلکو کورونه سوځولي.

مشفق وایي چې د دوی د کورنۍ څلور کورونه او یو موټر د طالبانو له خوا سوځول شوي. ده همداراز وویل چې خپله جمال‌الدین حقجو هم سیمې ته راغلی.

نورې سرچینې وایي، طالبانو د خُستک درې لارې تړلې دي او اجازه نه ورکوي چې ټپیان روغتون ته انتقال شي.

مشفق وایي چې د هغه د تره لور، چې شاوخوا ۱۵ کلنه ده، ټپي شوې، خو لا هم روغتون ته نه ده انتقال شوې.

ځايي خلک وایي چې د طالبانو د جرم ولسوالۍ قومانداني خپل ځواکونه سیمې ته استولي او خلکو ته اجازه نه ورکوي چې له خپلو کورونو ووځي.

نور خبرونه

رادیو