د خلکو له شکایت وروسته برېښنا شرکت وایې د صندوقونو د مراقبت په ارقامو کې مو تېروتنه کړې

AP ۱۴۰۴ وری ۱۷

طالبانو د برېښنا صندوق د مراقبت په نامه له خلکو نه په هره دوره کې د خدماتو په موخه د ۲۰۰ او له هټیوالو د ۴۰۰ افغانیو له اخیستو په انکار سره وایي، چې برېښنا شرکت په ارقامو کې تېروتنه کړې او د صندقونو د مراقبت لپاره په کال کې سل افغانۍ اخلي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د برېښنا شرکت په دې تړاو د افغانستان انټرنشنل د راپور له خپرېدو وروسته په خپل اېکس کې د یوې ویډيو په خپرولو سره ویلي، چې خپاره شوي ارقام ناسم دي او له دوی څخه ټایپي تېروتنه شوې.
د برېښنا شرکت تجارتي رییس امیر عبدالله جهان وایي: «د ۱۴۰۳ کال د برېښنا د صندقونو د حفظ او مراقبت لپاره یو خاص رقم درج شوی، چې په اړه یې ځينو رسنیو ناسم معلومات وړاندې کړي دي، په دې موضوع کې یو څه ټایپي تېروتنې شوي چې د ۲۰۰ یا ۴۰۰ سوه ارقام دي چې د یوې دورې لپاره هلته لیکل شوي دي، حقیقت دا دی چې د کال سل افغانۍ دي او کوم رقم چې ذکر شوی دا د دوو کلونو لپاره دي چې د رهایشي لپاره دوه سوه او تجارتي لپاره څلور سوه دي.»
د طالبانو تر واک د برېښنا شرکت له دغه غبرګون وړاندې په کابل، کندهار او ننګرهار کې یو شمېر خلکو په خپلو غږونو کې افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې دوی نوي صندوقونه لګولي او قلفونه یې هم ورته پېرلي، خو پر دې سربېره ترې د برېښنا شرکت د ترمیم او مراقبت په نامه ۲۰۰ افغانۍ اخلي.
له دې سره، هټۍ والو بیا افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې له دوی کلنۍ ۴۰۰ افغانۍ د صندقونو د مراقبت لپاره اخیستل کېږي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې طالبانو له دې وړاندې په ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د صندوقونو د قلفونو په نامه هم له خلکو پیسې اخیستې دي.
یو شمېر خلک شکایت کوي، چې طالبان ترې په بېلابېلو لارو پېسې اخلي او د دوی په وینا د ښاري خدماتو په نامه له کورونو پیسې ترلاسه کېږي، خو خدمات نښکاري او نه هم ولس ته له ولس څخه د اخیستل شویو پیسو حساب ورکول کېږي.

نور خبرونه

رادیو