د پخواني افغان نظامیانو په ګډون یوشمېر افغانان چې غواړي اروپايي هېوادونو ته ځان ورسوي وايي، په لارو کې «د بلاروس او پولنډ امنیتي ځواکونو ربړولي او د وړاندې تګ اجازه نه ورکوي».
د ننګرهار ولایت اوسیدونکی عرفان الله غفوري وايي، د وزګارتیا له امله یې شپږ میاشتې وړاندې له افغانستان څخه د اروپا په نیت په غیر قانوني لارو سفر پیل کړ.
نوموړی چې اوس تر بلاروس هېواده رسیدلی، وايي، «د یوې ډلې نورو افغانانو په ګډون د بلاروسي او پولنډي امنیتي ځواکونو له خوا سخت ربړول شوي دي».
دغو کسانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته یو شمېر انځورونه او ویډیوګانې لیږلې او ادعا کوي، چې پر بدن د کړاو نښې یې د همدې شکنجو له امله دي.
عرفان الله له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وویل:«د روژې پر ۲۷مه مې غوښتل چې له بلاروس څخه پولنډ ته واوړم. هلته چې واوښتو د پولنډ عسکرو ونیولو، ویې وهلو، سپرې یې را وپاشلې او موږ یې بېرته بلاروس ته دیپورټ کړو.»
نوموړی وايي، د بلاروس ځواکونو لاس ته تر لویدو وروسته هغوی هم وربړول اودرانده کارونه یې ورباندې کول.
عرفان الله وايي، د بلاروس له پولې پولنډ ته د اوښتو پر مهال یې شمېر ۳۰ تنه و، خو د پولنډي ځواکونو له خوا تر نیول کېدو او ربړولو وروسته اوس دوی یوازې څلور کسان پاتې دې او د نورو د مرګ او ژوند حال نه لري.
غفوري وایي:« له موږ سره ډیر نور کسان هم وو، موږ ۳۰ کسیز ګروپ وو، خو موږ اوس دلته په دې کور کې څلور کسان یو. نور ملګري اوس ورک دي، موږ هیڅ خبر نه یو، چې هغوی مړه دي، ژوندي دي او که بندیان دي.»
د پولنډ او بلاروس هېوادونو امنیتي ادارو تر اوسه ددې افغانانو د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.
د یادو کسانو په منځ کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام نظامیان هم شامل دي.
دوی وایي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته وزګار شوي او د کار په لټه یې اروپايي هېوادونو ته د رسیدو په موخه په دې خطرناکو لارو سفر پیل کړی دی.
دغه افغانان د بشري حقونو له سازمانونو غوښتنه کوي، چې اروپا ته پر لاره پراته هېوادونه دې د افغان کډوالو له ربړولو لاس اخستنې ته وهڅوي او دوی ته د وړاندې تګ اجازه ورکړل شي.
ددغو افغانانو د ربړونې ادعاوې داسې مهال دي، چې رپوټونه وايي، یو شمېر قاچاق وړونکې شبکې له غیر قانوني پناه غوښتونکو نه بونګې غواړي.
تېره اونۍ د BIRN په نامه یوې رسنۍ یو څیړنیز رپوټ خپور کړ، چې د بوسنیا په شاوخوا کې یې د «بي ډبلیو کې» په نامه د افغان قاچاق وړونکو د یوې ډلې په اړه پکې ویلي ، چې اروپا ته تلونکي کسان شکنجه کوي او له کورنیو یې پیسې غواړي.
دغه رسنۍ وايي، د اروپا د سرحدونو له سختوالي سره، یوې وسله والې افغان ډلې چې په بوسنیا او هرزګوینا کې فعالیت کوي، د پناه غوښتونکو تښتولو او د هغوی له کورنیو څخه تاوان غوښتلو ته مخه کړې. رسنۍ د دوی تاکتیکونه فزیکي ځورونه او ځینې وختونه جنسي تیری یاد کړي دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستان څخه ګڼ شمېر کسان په قاچاقي لارو اروپايي هېوادونو ته سخت سفرونه کوي، چې ډېرمهال د قاچاق وړونکو د شبکو تر شکنجو او برمتې لاندې راځي او ځینې په سمندرونو کې ډوبیږي.
اروپايي هېوادونو په دې وروستیو کې د خپلو پولو مدیریت ټینګ کړی او غواړي د کډوالو د غیر قانوني ورتګ مخه ونیسي، خو له دغو تدابیرو سره سره، ګڼ افغانان او د نورو هېوادونو وګړي له قاچاقي لارو اروپايي هېوادونو ته د تګ هڅې کوي.