امریکايي چارواکي: کابل کې د امریکا سفارت د بیا پرانیستلو پلان نه لرو

AP ۱۴۰۴ وری ۱۶

واشنګټن ایګزامینر د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا او بهرنیو چارو وزارت د ویاندویانو له قوله خبر ورکړی، چې دغه هېواد په کابل کې د خپل سفارت د بیا پرانیستلو لپاره کوم پلان نه لري.

د راپور له مخې، د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جیمز هیویټ ویلي، چې په کابل کې د امریکا سفارت د بیا پرانیستلو په اړه له طالبانو سره هېڅ خبرې اترې نه دي شوي.

همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم ویلي، چې «د امریکا هیڅ کوم بنسټ په افغانستان کې شته حکومت په رسمي توګه نه دی پېژندلی او له همدې امله په دغه هېواد کې د خپل سفارت د بیا پرانستلو لپاره پلان نه لري.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې وړاندې له العربیه شبکې سره په مرکه کې ویلي و، چې دغې ډلې له امریکا څخه غوښتي چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت دوی ته وسپاری او همداشان په کابل کې د دغه هېواد سفارت بیا ځلې پرانیستل شي.

د طالبانو ویاند ویلي چې دغه ډله د امریکا ځواب ته په تمه ده.

د واشنګټن ایگزامینر د راپور له مخې، د امریکا ملي امنیت شورا ویاند وویل: «په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت په اړه مو هیڅ ډول ژمنې نه دي کړي او نه هم په کابل کې د سفارت د پرانیستې په اړه.»

تېره میاشت یو امریکایي پلاوي، د بندیانو په چارو کې د ډونلډ ټرمپ سلاکار اډم بولر په مشرۍ چې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یې ملتیا کوله کابل ته سفر کړی و.

طالبانو له دغه پلاوي سره په خبرو کې د افغانستان د رسمي حکومت په توګه د دغې ډلې د په رسمیت نه پېژندلو مسله راپورته کړه.

له دغه سفر وروسته طالبانو یو امریکايي یرغمل شوی جورج ګلزمن خوشې کړ. ۶۶کلن ګلزمن افغانستان ته د سیاحت لپاره تللی و.

امریکايي پلاوي په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل. خو ځینو سرچینو ویلي، چې دغه پلاوی کابل ته تر سفر مخکې کندهار ته تللی و او د ملا هبت‌الله له نږدې کسانو سره یې لیدلي وو.

همداشان امریکا هم د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني او د حقاني شبکې د دوو نورو غړو پر نیونه ټاکلي انعامونه لغوه کړي دي.

ذبیح الله مجاهد د دغو انعامونو د لغوه کولو په اړه ویلي «چې د امریکا حکومت د جورج ګلزمن د خوشې کیدو په غبرګون کې د طالبانو د یو شمېر مشرانو د نیولو په سر د انعامونو د لغوه کولو په ګډون نور ګامونه پورته کړي دي.»

د طالبانو ویاند د امریکا دغه پرېکړه د اړیکو د ښه کېدو په برخه کې یو مثبت ګام بللی دی.

امریکا د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه تر وتلو وروسته په کابل کې خپل سفارت وتاړه او د دغه هیواد ډیپلوماتان له قطر څخه د افغانستان په اړه چارې بر مخ وړي.

د یادولو وړ ده، چې د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس له دې مخکې په یوه وینا کې ویلي وو چې د طالبانو ډله په نړۍ کې یو له بدو ترهګرو ډلو څخه ده.

نور خبرونه

رادیو