په اسلام اباد کې د طالبانو د تېرې دورې سفیر عبدالسلام ضعیف په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته په اشارې ویلي، نور دې د پنجابي حکومت رحم ته انتظار نه کوي.
هغه زیاتوي، چې په افغانستان کې امن شته او هر ځای د اوسېدو زمینه برابره ده.
ضعیف د شنبې په ورځ پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې د پاکستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي بې ثباتي ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو ده، په دې توګه به پاکستان افغان کډوال د نړۍوالو د اقتصادي عاید او د افغانستان پر وړاندې د ناروا سیاسي فشار لپاره هره ورځ ځوروي.
هغه پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته په اشارې لیکلي: «نور دې د پنجابي رحم ته انتظار نه کوي.»
عبدالسلام ضعیف زیاتوي: «په هېواد کې امن دی، هر ځای د اوسېدو زمینه برابره ده، نور مه خپل عزت ته صدمه رسوی مه د هېواد حیثیت ته. دننه په هېواد کې الله له ۳۵ نه تر ۳۸ مېلیونه افغانانو ته رزق او روزي ورکوي تاسو ته هم هغه رب کافي دی.»
د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې مېشت ناقانونه افغان کډوال او د اې سي سي کارت لرونکي چې شمېر یې تر اته سوه زره کسانو رسېږي له خپل هېواده وباسي.
طالبانو بیا له اسلام اباده غوښتي، چې له افغان کډوالو سره په خپل چلند کې نرمښت راولي او په باعزته توګه دې یې خپل هېواد ته په کرارې ستانه کړي.
د بشري حقونو ځینو نړۍوالو سازمانونو هم د پاکستان له لوري د افغان کډوالو ځورول او اېستل غندلي دي.
د بښنې نړۍوال سازمان په دغه هېواد غږ کړی، چې په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو دې ډډه وکړي، ځکه چې په خبره یې دغه چاره د ټولو نړۍوالو بشري قوانینو خلاف عمل دی.
بل خوا افغان کډوال او د کډو موټروانان وايي، په پېښور کې د طالبانو کونسلګري او کابل کې د پاکستان سفارت د موټرپاس په نامه سل سل ډالره فيس اخلي او که ور یې نه کړي، موټر یې له تورخم څخه نه شي اوښتلی.
کډوال دا شکایت هم کوي، چې ځینو سیمو کې پاکستاني ځواکونه د خپلو توکو د وړلو اجازه نه ورکوي.
هغه انځورونه او ویډیوګانې چې افغانستان انټرنشنل ته رارسېدلې پکې ښکاري، چې له پاکستانه اېستل شوي افغان کډوال د خپلو کورونو توکي په کراچیو کې لېږدوي.
د معلوماتو له مخې، د موټر پاس په نامه په پېښور کې د طالبانو تر واک ولاندې د افغانستان کونسلګري او په افغانستان کې د پاکستان سفارت په کډون د کونسلګریو له خوا صادرېږي.
ځايي سرچینې وايي، موټر چلوونکي اړه دي چې د دې پاس ترلاسه کولو لپاره داوړو خواوو ته ۲ سوه ډالره فیس تحویل کړي.