د پاسپورټونو تازه درجه بندي؛ افغانستان تر ټولو کمزوری پاسپورټ لرونکی هېواد دی

۳ ساعتونه مخکې

د نوماډ کپیټلیسټ د پاسپورټونو درجه بندۍ په تازه راپور کې افغانستان د کمزورو هېوادنو په لېسټ کې راغلی او پاسپورټ یې د ۲۰۲۵ کال لپاره تر ټولو کمزوری پاسپورټ اعلان شوی.

په دغه درجه بندۍ کې ایرلینډ لومړی مقام خپل کړی.

نوماډ کپیټلیسټ د مالي او کډوالۍ مشورتي شرکت دی چې د نړۍوال خوځښت او تابعیت اختیارونه ارزوي.

ایرلینډ د نوماډ پاسپورټ شاخص ۲۰۲۵ له مخې په نړۍ کې ترټولو پیاوړی پاسپورت لري.

د پاسپورټونو درجه بندي د پنځو معیارونو له مخې څېړل کیږي: د سفر اسانتیا، د مالیاتو پالیسۍ، نړۍوال احساس، د دوه ګوني تابعیت ترلاسه کولو وړتیا او شخصي ازادي.

هغو هېوادونو چې په نورو لېسټونو (درجه‌بندیو) کې مخکښ دي لکه سینګاپور او جاپان د نوماډ کپېټلیسټ کلنۍ درجه بندۍ کې یې ټیټې نمرې اخیستې دي.

دا لومړی ځل دی چې د شمالي اروپا هېواد په کلنۍ درجه بندۍ کې د نوماډ کپیټلیست، د مالیاتو او کډوالۍ مشورتي واحد کې اول ځای خپل کړی. تر دې وړاندې ایرلینډ په ۲۰۲۰ کال کې نږدې وو چې لومړی مقام وګټي خو ترڅنګ یې لوګزامبورګ او سوېډن وو چې د لومړي مقام ترلاسه کولو نه یې راوګرځوه.

د دغه شرکت څیړونکي جیویر کوریا ویلي "ایرلینډ د هېواد قوي نړۍوال شهرت، د سوداګرۍ، دوستانه مالیاتو پالیسیو او په ټولیز ډول د تابعیت انعطاف له امله ، درجه بندي پورته کړه."

د پاسپورټونو اړوند په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: "په یوه کړکېچن کال کې چې د جیو پولیټیک بدلون او پالیسۍ بدلون له‌خوا په نښه شوی، یونان په ډراماتیک ډول له شپږم څخه د سویس سره ګډ دویم ته پورته شو، چې د لوړ خالص ارزښت لرونکي اشخاصو، متقاعدینو او نړۍوالو پانګوالو ترمنځ اعتبار زیاتوي.»

نور هېوادونه لکه لیتوانیا، هالنډ، جرمني او هنګري په درجه بندي کې ښکته شوي. متحده امارات چې په ۲۰۲۳ کې لومړی په ۲۰۲۴ کې ۶ نمبر و، په ۲۰۲۵ کې ۱۰ ځای ته تللي.

په لېست کې تر ټولو کمزوري پاسپورټونه، چې له ۱۹۵ څخه تر ۱۹۹ پورې ځای لري، د پاکستان، عراق، اریتریا، یمن او افغانستان دي.

نور خبرونه

رادیو