د افغانستان د رنګ ټولنه: موږ پر ځان بسیا شوي یو، پر بهرنیو صادارتو دې تعرفه لوړه شي

۴ ورځې مخکې

د افغانستان د رنګ تولیدي شرکونو ټولنه وايي چې افغانستان د رنګ د تولید په برخه کې پر ځان بسیا شوی او پر بهرنیو رنګونو وارداتو دې تعرفه لوړه شي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت وايي چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې پاکستان، ازبکستان او تاجکستان ته د درې میلیون ډالرو په ارزښت رنګ صادر شوی.

د رنګونو د تولیدي شرکتونو د ټولنې مشر محمد نبي اقرار د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې په بهرنیو رنګونو دې تعرفه بل مثله او سل سلنه شي.

د دې ټولنې مشر ټینکار کوي چې دوی له نړیوالو معیارونو سره برابر دي.

نوموړی زیاتوي چې د افغاني رنګونو د صادرلو پرمهال سل سلنه تعرفه اخیستل کېږي، خو افغانستان ته له صادراتي رنګ یوازې ۱۶ سله تعرفه اخیستل کېږي.

په ورته وخت کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، تېرو ۱۱ میاشتو کې بېلاېل وطني تولیدي رنګونه بهرینو هېوادونو ته ۴ زره ۱۶۳ ټنه په اندازه دیو میلیونو ډالرو په ارزښت صادر شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې په ټول افغانستان د رنګ ۹۰ کار خونې فعالې دي، چې ودانیو، سړک او د صنعتي موټرو رنګونه تولیدوي، چې شاوخوا ۵ زره کسان په مستقیم ډول پکې کار کوي.

په همدې حال کې د رنګونو د یوې تولیدي کار خونې رییس رحمت ګل نوري وايي چې له پخوا یې تولیدات ډېر شوي دي او په دې برخه کې اسانتیاوې هم رامنځته شوې دي.

هغه زیاتوي چې د صنعت په برخه د پانګونې لپاره زمنیه برابره ده.

د رنګونو د یوې تولیدي کار خونې کارکوونکي وايي چې باید فابریکې نورې هم زیاتې شي؛ ترڅو په هېواد کې د بې کارۍ کچه راټیټه شي.

نور خبرونه

رادیو