د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي کبیر د ایران بهرنیو چارو وزارت د سلاکار محمد رضا بهرامي په مشرۍ له یوه پلاوي سره په ناسته کې غوښتنه وکړه، چې ګاونډي هېوادونه باید افغان کډوالو ته وخت ورکړي، څو په خپله خوښه بېرته هېواد ته ستانه شي.

د طالبانو یاد وزیر په دغه ناسته کې د ایران او افغانستان پر همکارۍ د ټینګار تر څنګ ویلي، د ایراني چارواکو سفرونه څرګندوي، چې دوی غواړي له طالبانو سره ښې اړیکې ولري.

په دغه ناسته کې دواړه لوریو د افغان کډوالو پر وضعیت هم خبرې کړې دي.

مولوي کبیر غوښتنه کړې، چې کوربه هېوادونه باید له افغان کډوالو سره له نرمۍ او زغم څخه کار واخلي.

همدا راز یې ویلي، ګاونډي هېوادونه دې افغان کډوالو ته کافي وخت ورکړي، څو په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

نوموړي همدا راز ټینګار کړی، چې د افغان کډوالو بېرته ستنیدو بهیر پر سر باید ایراني چارواکي او طالبان ګدې ناستې وکړي، څو یوې ګډې هوکړې ته ورسېږي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت له ایراني لوري څخه غوښتي، چې د هغو افغان کډوالو د اقامو د تمدید لپاره دې اقدام وکړي، څو هلته د قانوني اوسیدو په پرخه کې له ستونزو سره مخ نه شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سلاکار د رضا بهرامي مولوي کبیر ته بلنه ورکړې، څو ایران ته سفر وکړي.

هغه همدا راز د طالبانو له یاد وزیر څخه غوښتي، چې تر خپل سفر دمخه باید له دوی سره د افغان کډوالو د راستیندو اړوه طرحه دوی ته وسپاري، نو په خبره یې د دغه بهیر د پیاوړتیا په برخه کې به ورسره اساسي مرسته وکړي.

ایراني چارواکو په یاده ناسته کې زیاته کړې، چې اوس مهال په دغه هېواد کې ۸میلونه افغان کډوال مېشت دي، چې له ډلې یې څلور میلونه د استوګنې قانوني اسناد نه لري او یا هم موده یې پای ته رسیدلې ده.

ایران یو له هغو هېوادونو دی، چې افغان کډوال په کې د پولیسو له لوري سخت ځورول کېږي، زنداني کېږي او ان وژل کېږي هم.

د راپورونو له مخې د ایران حکومت یو شمېر افغان کډوال اعدام کړي هم دي، چې تېر کال دا شمېره ۸۰ تنو ته سیدلې وه او د روان زېږدیز کال له پیله تر اوسه ایران ۲۷تنه افغان کډوال اعدام کړي‌ دي.

د طالبانو او ایران له لوري داسې مهال د افغان کډوالو د ستنیدو پر سر خبرې کېږي، چې پاکستان لا له وړاندې د کډوالو د ایستل کیدو بهیر پیل کړی دی.

ټاکل شوې نن به هم نږدې دولس نیم سوه افغان کډوال چې د پاکستاني پولیسو له لوري په بېلابېلو ایالتونو کې نیول شوي افغانستان ته ولېږدول شي.

د پاکستان حکومت وایي، چې د افغان تابعیت کارت لرونکو او هغه افغانانو پر ضد چې په ناقانونه توګه دغه هېواد کې اوسېږي راتلونکې اوونۍ به یې د ایستل کیدو عملیات لا چټک شي.

پاکستان کې نږدې درې میلیونه افغان کډوال اوسېږي، چې تر نیمایي ډېر یې د ملګرو ملتونو لوري د استوګنې معتبر اسناد لري.

په یاد هېواد کې د افغان تابعیت لرونکو کارتونو د کډوالو شمېر نږدې اته سوه زره تنو ته رسېږي او پاکستان پرېکړه کړې چې په لومړۍ جوپه کې دوی له هېواده وباسي.

د افغانستان دننه لا تر اوسه طالبان له پاکستانه ستنیدونکو افغان کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې چندان د پام وړ اقدامات نه دي ترسره کړي.

وېره دا ده چې اوس مهال په افغانستان کې یو شمېر مرستندویه ادارو خپلې بشري مرستې بندې کړي او د دغو افغان کډوالو په ستنیدو سره به په هېواد کې انساني کړکېچ لا پسې ډېر شي.

د دغو کډوالو تر ستنیدو دمخه د طالبانو په واکمنۍ کې لوږه او فقر خپل اوج ته رسیدلی چې تر څنګ یې خلکو د روزګار فرصتونه هم دلاسه ورکړي دي.

په افغانستان کې یو شمېر فعالو مرستندویه سازمانونو اندېښنه څرګنده کړې، چې د کافي امکاناتو د نه شتون له کبله به دغه تازه ستنیدونکي کډوال له جدي ننګونو سره مخ شي.

هم مهاله د بښنې نړۍوال سازمان په ګډون د کډوالو او بشري حقونو د ملاتړ بېلابېلو نړۍوالو ادارو له پاکستانه غوښتي چې ژر تر ژره دې د افغان کډوالو د ایستل کیدو بهیر ودروي.

دغو سازمانونو نیوکه کړې، چې د افغان کډوالو ایستل د نړۍوالو اصولو او قوانینو خلاف عمل دی.

نور خبرونه

رادیو