د طالبانو تر واک لاندې د هرات د صنايعو خونې مسوولین وايي، اوسمهال د هرات ۱۰۰ صنعتي شرکتونه خپل محصولات نړېوالو بازارونو ته صادروي.
دوی زیاتوي په دې صادراتي توکو کې المونیمي لوښي، بېلابېل مشروبات، غذایي توکي او ترشيجات شامل دي.
یاد مسوولین زیاتوي چې دغه توکي اروپايي هېوادونو سربېره امریکايي او اسیایي هېوادونو ته صادریږي.
د طالبانو د هرات والي دفتر د شنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) ددې ولایت د صنايعو خونې مسوولینو په حواله ویلي، چې د کورنيو محصولاتو کيفيت او بستهبندي په وروستيو کلونو کې ښه شوې او دا مهال شاوخوا ۳۵۰ ډوله صادراتي توکي د هرات په فابريکو کې توليديږي.
دوی زیاتوي چې اوس مهال له ۱۱۷۰ څخه ډېر شرکتونه د دې ولايت په صنعتي ښارګوټي کې فعاليت لري او شاوخوا ۱۵۰ زره کارګران په دغو شرکتونو کې په کار بوخت دي.
دا ادعا په داسې حال کې کېږي، چې له دې وړاندې د کندهار صنعت کارانو افغانستان انټرنشنل ته ویلی و، چې په تېرو څلورو کلونو کې د یاد ولایت په صنعتي پارک کې له ۳۵۵ فعالو تولیدي فابریکو نه اوس یوازې ۱۳۰ فعالې دي او پاتې نورې بندې شوې دي.
صنعت کارانو د فابریکو بندیدو لامل د برېښنا نشتوالی او ددوی ستونزو ته د طالبانو نه رسیده ګي یاده کړې وه.
د کندهار د صنایعو او کانونو خونې سرچینو د چارشنبې په ورځ، د لړم پر اوومه، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د تېر جمهوري نظام له پرځېدو وروسته په یاد ولایت کې ۲۲۵ لویې او وړې تولیدي فابریکي بندې شوي دي.

