په ننګرهار کې د طالبانو روغتیایي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د شري واکسین لس ورځنی کمپاین پیل شوی دی.
تمه کیږي چې د کمپاین په پایله کې شاوخوا ۳۵۰ زره ماشومان چې عمرونه یې له شپږو میاشتو څخه تر لسو کلونو پورې دي د شري واکسین ترلاسه کړي.
د طالبانو د ننګرهار والي رسنیز دفتر وايي چې نن شنبه (د لړم ۱۰مه) په ننګرهار کې د یونېسف د سیمهییزو چارواکو په شتون کې د شري ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو.
په ننګرهار کې د طالبانو مرستیال والي عزیزالله مصطفی ویلي، چې افغان وګړي د اقتصادي ستونزو له امله د مختلفو ناروغیو له خپریدو سره مخ دي.
هغه د ننګرهار له اوسیدونکو وغوښتل، چې د کمپاین د پلي کولو لپاره د واکسین ټیمونو سره همکاري وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د تلي ۱۷مه په افغانستان کې د شري واکسین د لومړي پړاو پای اعلان کړ.
یادو سازمانونو اعلان وکړ، چې د کمپاین په لومړي پړاو کې د شپږو میاشتو څخه تر لسو کلونو پورې ۸،۹ میلیونه ماشومانو واکسین ترلاسه کړ.
د شري ناروغۍ د واکسین لومړی پړاو د هېواد په ۱۷ سړو ولایتونو کې ترسره شو.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق او د روغتیا نړیوال سازمان مخکې یادونه کړې وه، چې په ۲۰۲۴ کال کې په ټول افغانستان کې د شري ناروغۍ لږ تر لږه ۹ زره ۳۰۰ پیښې ثبت شوي دي.
سږ کال،د اګست تر میاشتې پورې په هېواد کې د دې ناروغۍ شاوخوا ۸ زره ۵۰۰ پیښې ثبت شوي دي.

