پر ښځو د طالبانو د سختو قوانینو له امله د مېندو او ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی

پرون

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې د طالبانو له‌خوا د ښځو پر تګ راتګ د محرم لرلو د قانون پلي کېدو پرېکړه د دې لامل شوې، چې ډېرې مېندې او نوي زېږېدلي ماشومان روغتیايي مرکزونو ته د نه لاسرسي له امله مړه شي.

د زرین ‌ګل په (مستعار نوم) یوه افغانه ښځه د شپې ناوخته پوه شوه، چې حامله لور یې نسرین (مستعار نوم) له سخت درد سره مخ شوې او باید ژر تر ژره روغتون ته ورسول شي، خو ستونزه دا وه چې په کور کې یې هغه مهال نارینه موجود نه و.

د نسرین مېړه په ایران کې مزدوري کوله او هغه یوازې له خپلې مور او اوه کوچنیانو سره پاتې وه.

زرین ‌ګل خپله لور په یوه رېکشاه کې کېنولې وه او د شپې په تروږمۍ کې یې د روغتون پر لور روانه کړې وه.

هغې ګارډين ته ویلي، له دې سره دا وېره وه چې ګنې طالبان به یې چیرې له لارې راګرځوي هغه وايي: «په زړه کې مې دا دعا کوله چې د طالبانو له پوستو سره مخ نه شم، خو دا دعا مې قبوله نه شوه. طالبانو د ریکشاه څراغ ولید، سملاسي یې ودروله او پوښتنه یې وکړه چې ولې دا دوه ښځې بې له محرم سفر کوئ؟»

زرین ‌ګل وايي، هغې ورته د خپلې لور د بیړني روغتیايي حالت وویل: «ما ورته وویل چې د نسرین مېړه بهر کې دی او د لور حالت مې خطرناک دی. زارۍ مې ورته شروع کړې او ومې ویل چې لور مې مړه کېږي، خو طالبانو اجازه رانه کړه. بیا مې د ریکشاه چلوونکی خپل محرم معرفي کړ، ترڅو اجازه تر لاسه کړم.»

د ګارډین په راپور وړاندې راغلي، چې کله دوی روغتون ته ورسیدل، ډېر پرې ناوخته شوی و. ماشوم یې د مور په نس کې مړ شوی و: «ډاکترانو راته ویل، چې د نسرین رحم هم شکیدلی او ویل یې چې ژر تر ژره یې دولتي روغتون ته چې یوه ساعت لاره ده، ورسوئ.»

د زرین ګل په خبره چې د لارې په اوږدو کې بیا هم د طالبانو په دوو پوستو کې د پوښتنو له امله وځنډیدل او دولتي روغتون ته په رسېدو یې، ناروغه لور نسرین هم د ډېرې وینې بهیدو له امله مړه شوې وه.

زرین ګل وایي: « لور او لمسۍ مې یو ځای ښخ کړل.»

د «ګارډین» او «زن ټاېمز» ګډه څېړنه ښيي چې دا یوازې یو پېښه نه ده، بلکې لسګونه نورې ښځې او ماشومان هم د طالبانو د داسې بندیزونو له امله مړه شوي دي.

په ټول افغانستان کې د طالبانو د محرم لرلو شرط، د ماشومو نجونو جبري ودونه، خراب سړکونه، د ښځینه ډاکټرانو کموالی او د ښځو روغتیا ته ارزښت نه ورکول، د افغانستان روغتیايي سېسټم له سخت ناورین سره مخ کړی.

د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، هره ورځ لږ تر لږه ۲۴ ښځې او ۱۶۷ ماشومان په افغانستان کې د داسې ستونزو له امله مري چې مخنیوی یې شونی وي.

په افغانستان کې له ۲۰ زرو زیاتو کلیوالي سیمو کې اساسي روغتیایي خدمتونه نه شته. د ملګرو ملتونو یو تازه راپور وړاندوینه کړې چې تر ۲۰۲۶ کال پورې به د زیږون پر مهال د ښځو د مړینې کچه تر ۵۰ سلنه لوړه شي.

د کندهار په میرویس روغتون کې یو ډاکټر وايي: «ډېرې ښځې داسې حالت کې روغتون ته راځي چې نه ماشوم ژغورل کېږي او نه مور. ځینې ماشومان د مور په رحم کې مري، ځینې بیا تر زیږون څو دقیقې وروسته».

تېر کال یوازې په دغه روغتون کې له ۸۰۰ زیاتې میندې او له ۱۰۰۰ زیات نوي ماشومان مړه شوي دي.

یوه قابله سمیانه وايي: «یوه ښځه مې ولیده چې په ټکسي موټر کې یې ماشوم وزېږاوه. ماشوم د اکسیجن نشتوالي له امله مړ شو. کله مې چې وپوښتله ولې ژر نه وې راغلې؟ ویې ویل: د مېړه انتظار مې ایسته، محرم نه لرم».

نورې ښځې هم ورته ستونزو سره مخ دي او وايي، چې د محرم یا د کورنۍ د نارینه د اجازې نه لرلو له امله ډاکټر ته نه شي تللی او ان دوا نه شي اخیستی.

د ننګرهار یوه اوسېدونکې پنځوس کلنې قندي ګل وویل: «بې له زوی یا لمسې نه ډاکټر ته نه شم تللی او نه دوا اخیستی شم.»

په لرې پرتو سیمو کې د ښځینه ډاکټرانو او قابلو کموالی د میلیونونو ښځو او ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی.

ډاکټران وايي، ډېری ښځینه همکارانو یې هېواد پرېښې دی. د یوې ډاکټرې سیما په وینا: «زه او مېړه مې چې هغه هم ډاکټر دی، پرېکړه مو وکړه چې پاتې شو. خو ډېری نورې ډاکټرانې لاړې. دغه کار د روغتیا پر سکټور بد اغېز کړی.»

په تخار کې یوه قابله وايي، د طالبانو د امر بالمعروف چارواکي دوی ته توهین کوي. د هغې په خبره: «اکثره وخت زموږ لباس غیر اسلامي ګڼي، ان په بیړني حالت کې هم. یو ځل درې نرسانې یې یوازې د جامو له امله ونیولې او ژمنلیک یې ترې واخیست چې اوږده کالي واغوندي.»

د ګارډین ورځپانې راپور کې اندېښنه ښودل شوې، وايي که دا حالت همدا ډول دوام وکړي، د افغانستان د ښځو او د روغتیايي نظام راتلونکی ډېر تیاره ښکاري. دا هغه فاجعه ده چې باید مخنیوی یې شوی وی.

نور خبرونه

رادیو