له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو د روانې څپې په دوام، تورخم کې د کډوالۍ ادارې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې پر نوموړې دروازې ۱۵۲ افغانان هېواد ته دننه شوي دي.
سرچینو د جمعې په ورځ (د وري ۱۵مه) زیاته کړه چې په دغو ۱۵۲ کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ،دا افغان کورنۍ د خېبرپښتونخوا او د پاکستان له پنجاب ایالته تورخم دروازې ته راغلې وې او په خپله خوښه یې افغانستان ته د تلو پرېکړه کړې ده.
دا کډوال داسې مهال خپل هېواد ته ستنېږي چې همدا نن پاکستاني پولیسو د سند ایالت په کراچۍ ښار کې نږدې ۲۴۲ د ایسيسي کارټلرونکي افغانان د جبري بېرته ستنولو په موخه نیولي دي.
د سند حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې، د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې نږدې ۱۶ زرو څخه ډېر د ایسيسي کارټلرونکي افغانان ژوند کوي.
له دې مخکې د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور د یوه خبري کنفرانس پرمهال خبریالانو ته ویلي و، هغه افغانان چې په خپله خوښه افغانستان ته ستنیږي له هغو سره همکاري کوي، خو چا ته اجازه نه ورکوي چې افغانان په زور له دغې صوبې وباسي.
سربېره پر دې، چې ګڼو بشرپاله بنسټونو له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر اېستلو مخالفت ښودلی، خو دغه هېواد د روانې میاشتې په پیل سره د ټاکل شوې مودې له مخې د افغان کډوالو اېستلو ته زور ورکړی دی.