د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې خبر ورکړی، چې په جرمني کې د درملنې تر بشپړیدو وروسته شل تنه هغه افغان ماشومان بېرته افغانستان ته راستانه شوي، چې په اور سوځیدلي او د هډوکو مېکروبي ناروغۍ یې لرلې.
افغاني سرې میاشتې د (وري ۱۵مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په جرمني کې د دغو افغان ماشومانو د درملنې بهیر بشپړ شوی او بېرته له خپلو کورنیو سره یو ځای شول.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ماشومان د جرمني هېواد د یوې مرستندویه بنسټ د «سولې کلي» له لوري د یوه تړون له مخې جرمني ته درملنې لپاره وړل شوي وو.
د دغو ماشومانو عمرونه له یوه کال څخه تر ۱۱ کلونو پورې ښودل شوي دي، خو خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې د جرمني په کوم ښار او روغتون کې د دغو ماشومانو درملنه شوې ده.
افغاني سرې میاشتې تر دې دمخه یو شمېر نورو هېوادونو ته هم د درملنې په موخه د زړه سوري په ګډون په بېلابېلو ناروغیو اخته ماشومان بهرنیو هېوادونو ته د درملنې په موخه لېږلي دي.
په افغانستان کې د روغتیایي امکاناتو نه شتون د ناروغانو د درملنې په موخه یوه جدي ستونزه ده.
په کور دننه نیوکې دا دي چې لا تر اوسه د ځینو وړو وړو ناروغیو د درملنو لپاره هغه ډول چې په کار ده کوټلي ګامونه نه دي پورته شوي او یوازې د شعار تر کچې په روغتیايي برخه کې د پرمختګونو یادونه شوې ده.
همدا راز د طالبانو په واکمنۍ کې د غربت او لوږې له کبله افغان ماشومان هم سخت اغېزمن شوي دي.