اسټرالیا کې افغان سفیر: طالبانو د افراطي تفکر خپرولو سره هېواد نړۍوالې انزوا ته ټېل وهلی

۲ ساعتونه مخکې

اسټرالیا کې د افغانستان سفیر وحیدالله ویسي ویلي، چې طالبانو د یوه مشروع قانوني نظام له منځه وړلو، د اساسي قانون نقضولو او د افراطي تفکر په خپرولو سره هېواد د نړۍوالې انزوا، اقتصادي سقوط، پراخې بې‌کارۍ او بې‌‌وزلۍ لور ته ټېل وهلی دی.

د دغه سفارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه څرګندونې د «جي ۷+ » هېوادونو د وزیرانو په شپږمه ناسته کې کړې دي.

په اسټرالیا کې د افغانستان سفیر په هېواد کې روان څو اړخیز ناروین ته په اشارې سره، طالبان د اوسني وضعیت د اصلي لامل په توګه په ګوته کړي دي.

وحیدالله ویسي وویل:« د طالبانو له‌‌خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې وضع شوي پراخ بندیزونه نه‌ یوازې د بشري حقونو روښانه نقض دی؛ بلکې د هېواد د دوامداره پرمختګ او ټولنیز ټیکاو پر وړاندې یو ستر خنډ هم بلل کېږي.»

نوموړي د بشري وضعیت د ژور ناورین، د نړۍوالو مرستو د کمښت او د خلکو د ژوند پر سختو شرایطو اندېښنه ښودلې.

هغه له نړۍوالې ټولنې د عادلانه، ټولګډونه او باعزته سولې، د عدالت تینګښت او د انساني کرامت د خوندیتوب لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کړې ده.

افغانستان د دغه نړۍوالې ډلې له بنسټ‌اېښودونکو هېوادونو شمېرل کېږي، چې په ۲۰۱۰ کال کې یې له شپږو نورو هېوادونو سره په ګډه د «جی۷+ »بنسټ کېښود.

اوس‌مهال د دغې ډلې غړي هېوادونه تر شلږ پورې رسېږي.

د دغې ډلې څلورمه ناسته په ۲۰۱۶میلادي کال کې د تېر جمهوري نظام په کوربه‌توب په کابل کې جوړه شوې وه.

د «جی۷+»بنسټیزه موخه دا ده، چې د جګړه‌ ځپلو هېوادونو ترمنځ د تجربو تبادله، د نړۍوالو مرستو همغږي، د سولې، ملي پخلاینې او بیا رغونې پروسو ته وده ورکړي.

همداراز دغه ډله د هغو هېوادونو ترمنځ د متقابلې زده‌کړې زمینه برابروي، چې له ورته ناورینونو سره مخامخ دي.

نور خبرونه

رادیو