د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشت ویلي، د زړه سوري په رنځ اخته ۴۹ماشومانو درملنه یې د هېواد په داخلي روغتونونو کې پیل کړې ده.
یادې ادارې د (وري ۲۴مه) په یوې خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې د دغو ماشومانو مالي لګښت د دوی له لوري ورکول کېږي.
دغې ادارې دارنګه په پلازمېنه کابل کې شپږو بېلابېلو روغتونونو ته دغه ناروغان ور پېژندلي دي. افغاني سرې میاشتې تر دې مخکې هم د ورته ناروغانو د درملنې خبر ورکړی و.
لس ورځې وړاندې همدې اداری خبر ورکړی و، چې جرمني ته لېږل شوي هغه شل تنه کوچنیان تر درملنې وروسته بېرته هېواد ته راستانه شوي چې د سوځېدلو او هډوکو پر مکروبي ناروغیو اخته وو.
نیوکې دا دي، چې لا تر اوسه په هېواد کې د ځینو وړو، وړو ناروغیو درملنې لپاره هم کافي امکانات نشته او په دې برخه کې اړونده ادارو هغسې چې په کار ده لازم اقدامات نه دي کړي.
هم مهاله د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر بشري سازمانونو اندېښنه ښوولې، چې د افغانستان روغتیایي سکټور له جدي ناورین سره مخ دی او د بودجې د کمښت له کبله ورځ تر بلې ناروغان له کړاوونو سره مخ کېږي.
ویل کېږي، د امریکا د پراختیایي ادارې د لغوه کېدو له امله د افغانستان پر روغتیایي سکټور هم سخت فشارونه راغلي دي.
یو شمېر روغتیایي پروژې او روغتونونه چې پر دغه بودجې یې مالي ملاتړ کېدو تړل شوي او ناروغان د روغتیايي امکاناتو له کموالي سره مخ شوي دي.
اندېښنې دا دي، چې طالبان د دغه روان ناورین د کنټرول توان نه لري او یوازې د شعار تر کچې د پراخو روغتیایي امکاناتو دعوې کوي.