طالبانو په فاریاب ولایت کې دوه کسان په دُرو وهلي

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو د سترې محکمې له‌خوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په فاریاب ولایت کې یې د «الکولي مشروباتو او نشه‌يي توکو د تولید، لېږد او پلور» په تور دوه تنو ته سزاوې ورکړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو محکمې د پرېکړې پر بنسټ یې د تورنو کسانو له ډلې یوه ته د دوه کالو او یوې میاشتې بند او ۳۹ دُرې، همدا راز بل تن ته یې د دوه کاله بند او په عام محضر کې په ۳۹ دُرو د وهلو سزا ورکړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سزاوې په فاریاب ولایت کې د طالبانو د استناف محکمې، عامه امنیت محکمې د پرېکړې او د طالبانو د سترې محکمې له تصویب څخه ورسته په تورنو کسانو پلي شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان په عام محضر کې دغه ډول سزاوې پلې کوي؛ بلکې څو ورځې وړاندې د (وري ۲۲مه) دغې ډلې په بادغیس او نیمروز ولایتونو کې درې کسان د عامه خلکو د سترګو په وړاندې «قصاص» کړل.

د بښنې نړۍوال سازمان په ګډون ډېرو نورو بنسټونو د طالبانو له‌خوا دغه ډول سزاوې «د انساني کرامت ښکاره سپکاوی» بللی او ویلي یې دي:« په عامه توګه دغه ډول سزاوې نه یوازې ظالمانه دي؛ بلکې پر قرباني او شاهدانو بد اغېز پرې باسي.»

طالبانو سره له دې چې لومړی یې د معتدل حکومت ژمنې کړې وې؛ خو اوس سخت قوانین پلي کوي. ښځې ځوروي، بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او پر هغو کسانو ظالمانه سزاګانې پلي کوي چې دوی ورته «اخلاقي مجرمان» وایي.

د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته نه یوازې دا چې افغانستان ته سوله او ټیکاو رانغی؛ بلکې طالبان هم له خپلو تاوتریخجنو کړنو او مفکورو څخه نه دي په شا شوي.

نور خبرونه

رادیو