د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وايي، چې د افغانستان د جمهوري حکومت سقوط حتمي و او طالبان په دې توانېدلي چې په افغانستان کې ثبات راولي او «خپلې سرچینې بنسټیزو پروژو» او د تریاکو کمولو ته واړوي.
شوکت میرضیایف له یورو نیوز سره په مرکه کې وویل، چې تاشکند ډاډه و چې د پخواني افغان حکومت سقوط حتمي و، ځکه هغوی د ټول هیواد د کنټرول وړتیا نه درلوده او فساد یې د ادارې ټولې کچې نیولې وې.
شوکت میرضیایف وايي، د ازبکستان دریځ د افغانستان په اړه تل عملي او د اوږدمهاله ستراتیژۍ پر بنسټ ولاړ دی او هیڅکله یې هم خپل ګاونډی یوازې نه دی پرېیښی او نه یې ورڅخه مخ اړولی.
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، « موږ تل باور درلود چې د افغانستان پرمختګ د ګاونډیو هیوادونو له رغنده همکارۍ پرته ناشونی دی، چې ازبکستان پکې د افغانستان تر ټولو نږدې او مهم شریک دی».
د ازبکستان ولسمشر وايي، هغه کسان چې په پیل کې ددوی د افغانستان له تګلارې سره مخالف وو، اوس دې ته مجبوره شوي چې د هغې سموالی او اهمیت ومني.
هغه زیاته کړه، « موږ ډاډه وو چې د پخواني افغان حکومت سقوط حتمي و، ځکه هغوی د ټول هیواد د کنټرول وړتیا نهدرلوده، له مخالفانو سره یې د مذاکراتو لیوالتیا نهدرلوده، د یو ټولشموله حکومت جوړولو نیت یې نهدرلود او فساد یې د ادارې ټولې کچې نیولې وې».
میرضیایف ادعا وکړه، چې اوسنی حکومت [طالبان]توانېدلی چې په افغانستان کې ثبات راولي او خپلې سرچینې د بنسټیزو پروژو لکه هوایي ډګرونو، داخلي اورګاډي شبکو، د اوبو او برېښنا اسانتیاوو او د تریاکو کر کیلې کمولو ته واړوي.
نوموړی وايي، چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په۲۰۲۳ کال کې د نشه يي توکو پر پلور د طالبانو له بندیز وروسته د افغانستان د تریاکو کر ۹۵سلنه کم شوی. میرضیایف زیاتوي، « هڅې روانې دي چې کلیوالي ټولنې تقویه شي او د بدیلو کرنیزو حل لارو په موندلو سره، افغانستان د نشهيي توکو له اقتصاد څخه خلاص شي».
د ازبکستان ولسمشر یورو نیوز ته وویل، چې په اوسني وضعیت کې باید افغانستان د نویو ستراتیژیکو فرصتونو له لیدلوري وکتل شي او دا ډېره مهمه ده چې افغانستان په نړیوال اقتصاد کې مدغم شي. هغه دا چاره د بنسټیزو پروژو د پلیتابه له لارې ممکنه بولي.
میرضیایف په دې برخه کې د خپل چمتووالي په اړه وویل، چې دوی له اروپايي ټولنې سره د افغانستان په تړاو همکاریو ته چمتو دي. نوموړي زیاته کړه، « په دې لړ کې موږ چمتو یو چې له اروپایي اتحادیې او نورو نړیوالو شریکانو سره کار وکړو، چې یو مثبت او رغنده دریځ رامنځته کړو او افغانستان نه یوازې له اوسنیو بحرانونو وباسي، بلکې د اوږدمهاله پرمختګ زمینه ورته برابره کړي».
د ضیایف په باور، د دغه پړاو اساسي دنده له افغانستان سره د زده کړو په برخه کې مرستې ته دوام ورکول دي.
د ازبکستان ولسمشر وايي، چې دده په باور د افغانستان ثبات او بیارغونه د منځنۍ اسیا هیوادونو او اروپایي اتحادیې ګډې ګټې تشکیلوي.
ازبکستان په دې وروستیو کې د طالبانو له حکومت سره خپلې اړیکې نږدې کړې او دواړو خواوو کابل او تاشکند ته سفرونه کړي دي.