زلمي خلیلزاد وايي طالبان به ژر یو بل امریکایي هم له زندان خوشی کړي

AP ۱۴۰۴ وری ۹

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، ډېر ژر به د طالبانو له توقیف یو بل امریکایي هم خوشی شي.

هغه پر خپله اېکس پاڼه د طالبانو بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي، چې دغه امریکایي فای ډي هال نوميږي.

ښاغلي خلیلزاد په دې اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي او دا هم نه ده معلومه چې دغه امریکايي کله او په کومو تورونو د طالبانو په بند کې دی.

دا هم معلومه نه ده، چې طالبانو له بنده د دغه امریکايي د خلاصون په بدل کې څه ترلاسه کړي دي.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه جزيات نه دي شریک کړي.

له جورج ګلیزمن وروسته، فای ډي هال دویم امریکایي دی چې په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ له بیا ټاکل کېدو وروسته د طالبانو له زندانه خوشی کېږي.

طالبانو د ۱۴۰۳ کال د کب په ۳۰مه کابل ته د یوه امریکايي پلاوي له سفر وروسته جورج ګلازمن له بنده خوشی کړ.

د ډونلډ ټرمپ ادارې د جورج ګلزمین د خوشي کېدو په بدل کې کوم طالب بندیان نه دي خوشي کړي؛ خو د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د لومړي ځل و چې یو امریکايي ډیپلوماتیک پلاوی کابل ته راغلی و.

خلیلزاد هغه مهال ویلي و، چې طالبانو جورج ګلزمن ټرمپ ته د خپل «ښه نیت» ښودلو لپاره خوشې کړی دی.

نور خبرونه

رادیو