د لوږې او ناچارۍ په درشل کې؛ افغانان د کوچني اختر لپاره چمتووالی نیسي

AP ۱۴۰۴ وری ۸

د روژې میاشتې په وروستیو ورځو کې افغانان د سختو اقتصادي ستونزو له امله د کوچني اختر د خوشالۍ په رانږدې کیدو له اندېښنو سره مخ دي.

د چین یوې دولتي رسنۍ ویلي، د طالبانو تر واک لاندې د اختر چمتووالی او خوشالۍ د اقتصادي ستونزو له کبله خورا پیکه شوي دي.

قاسم خیبر چې په کابل کې ښوونکی دی، د وچو مېوو د پیرودلو لپاره بازار ته تللی.

نوموړی د بیو د لوړوالي له امله اندېښمن دی. هغه شېنوا خبري اژانس سره خبرو کې ویلي: «سږ کال د وچو مېوو بیې د تېر کال په پرتله لوړې شوي دي او اقتصادي ستونزو داسې حالت ته رسولی یو چې د اختر لپاره مو امکانات ډېر محدود دي.»

خیبر چې ۳۷ کلن دی او د ۱۲ کسیزې کورنۍ یوازینی نفقه ګټونکی دی زیاتوي: «پخوا به مو د اختر لپاره ښه چمتووالی نیوه، خو سږ کال مو مالي وضعیت ډېر خراب دی.»

هغه زیاتوي چې د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولی د پخوا په څېر مېلمنو ته بادام او پستې واخلي.

راپور کې راغلي، افغانان د دود له مخې د کوچني اختر لپاره وچې مېوې، خواږه او نوي کالي اخلي، خو د اقتصادي ناورین له امله سږ کال دا دودونه کمرنګه شوي دي.

شل کلن رامش چې په کابل کې د سړک پر غاړه وچې میوې او خواږه پلوري هم د بیو لوړیدو یادونه کوي.

د نوموړي په خبره: «د هر شي قیمتونه لوړ شوي، اقتصاد مو مخ پر ځوړ روان دی. ځینې خلک لا هم خریداري کولای شي،‌ خو ډېر یې توان نه لري.»

هغه وايي، پخوا به یې هره ورځ ورځ له اویا څخه تر اتیا کیلو پورې خواږه پلورل، خو اوس د خلکو د عایداتو د کموالي له کبله یوازې له دېرشو تر پنځوس کیلو پلورلی شي.

رامش وویل: «ماشومان مې نوي‌ کالي غواړي، خو روزګار خراب دی او زه یې ورته نشم اخیستلی.»

د پخواني جمهوري نظام له نسکوریدو سر هم مهاله سلګونه زره افغانانو دندې له لاسه ورکړې او مرستندویه ادارو هم په هېواد کې خپل دفترونه وتړل.

نادولتي موسسو د طالبانو د سختو بندیزونو او سختدریځو مفکورو له کبله په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو پر وړاندې خنډونه حس کړي‌ او له همدې کبله دا مرستې هم راکمې شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ورځ تر بلې لوږه او فقر مخ په ډېریدو دی او د بشري حقونو سازمانونو اندېښنه څرګنده کړې چې ښايي دا کچه لا نور هم لوړه شي.

ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې میلیونونه انسانان د لوږې له جدي ګواښ سره مخ دي.

طالبان نه یوازې دا چې د دغه ناورین د مخنېوي په برخه کې پاتې راغلي، بلکې د خپلو بندیزونو له کبله یې یو شمېر هغه هېوادونه چې د لوږې په برخه کې یې مرستې کولې هم دې ته اړ کړي، څو خپلې بشري مرستې ونه کړي یا یې بېخي راکمې کړي.

نور خبرونه

رادیو