د کندهار امنیتي غونډه؛ حقاني له دوه میاشتني خفګان وروسته کندهار ته تللی

AP ۱۴۰۴ وری ۷

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له دوه میاشتني خپګان وروسته کندهار ته تللی او د نورو امنیتي اورګانونو د وزیرانو سره یو ځای یې د طالبانو مشر ملا هبت الله سره د امنیت اړوند ناسته ترسره کړې.

دا امنیتي ناسته داسې مهال ترسره کیږي چې په دې ورستیو کې په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د نا امنۍ پېښې زیاتې شوي دي.

سراج الدین حقاني دوه میاشتې د کورنیو چارو وزارت ته نه وو تللی او داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ښایي نوموړی د طالبانو د مشر په ځينو پرېکړو ناراضه دی.

له ملا هبت الله سره په دغه ناسته کې د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د ملي امنیت رییس عبدالحق وثیق، د دفاع وزارت مرستیال عبدالقیوم ‌ذاکر او کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري ګډون کړی وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغې ناستې په اړه پر اېکس لیکلي چې یادو لوړ پوړو امنیتي چارواکو د دوی مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده ته د هېواد د امنیت په اړه راپور وړاندې کړ.

‏مجاهد لیکلي: «په ناسته کې د یادو امنیتي ارګانونو وړاندیزونه واوریدل شول او هغوی ته، د اجراتو او د کاري استقامتونو په برخو کې لازم هدایات ورکړل شول او د لا ښه نظم، تجهیز او ظرفیت لوړونې په اړه لازم تصامیم ونیول شول.»

د امنیتي اورګانونو له مشرانو سره د ملا هبت الله ناسته داسې مهال ترسره کیږي چې په دې ډله کې بار بار د خپلمنځي ژورو اختلافاتو راپورونه خپاره شوي دي.

ډېری هغه کسان چې یو وخت یې د طالبانو په رژیم باور درلود، اوس یې باور له لاسه ورکړی دی، په داسې حال کې چې په مشرتابه کې دننه اختلافات لاپسې زیات شوي دي.

کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د طالبانو ترمنځ د اختلافونو زیاتېدل به د دغې ډلې په لیکو کې د بغاوت لامل شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د اېکس یو سپېس ته خبرو کې تایید کړه چې اختلافات شته خو په هغه کچه نه چې فزیکي شخړې ته وده ورکړي.

د طالبانو زیات شمېر غړي په دې باور دي، چې د دوی مشر له خپل واک څخه ناوړه استفاده کوي.

د دغه اختلافاتو وروسته د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده له دې وروستۍ اختریزې وینا وړاندې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي له نیوکو وروسته د خپلې کابینې په اړه توند بیان خپور کړی و او ټينګار یې کړی و چې په ده نیوکه کوونکي باید د رسنیو پر وړاندې نیوکې ونه‌کړي.

که څه هم د طالبانو د مشر د وینا الفاظ به عمومي وو؛ خو په حقیقت کې یې مخاطبین یوه ځانګړې حلقه طالبان دي، چې دی یې د خپلې واکمنۍ پر وړاندې احتمالي تهدید ګڼي.

نور خبرونه

رادیو