د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پښتونخوا له حکومته د افغان کډوالو زده‌کوونکو معلومات غوښتي

پرون

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستنې د دویم پړاو په درشل کې د دغه هېواد د کورنیو چارو فدرالي وزارت د پښتونخوا له حکومت څخه په دغه ایالت کې پر زده‌کړو د بوختو افغان زده‌کوونکو معلومات غوښتي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو د ملي امنیت څانګې د پښتونخوا کورنیو چارو وزیر ته یو لیک استولی، چې په کې په دغه ایالت کې د ثبت شویو افغان زده‌کوونکو د معلوماتو غوښتنه شوې ده.
په دغه لیک کې د کورنیو چارو فدرالي وزارت له‌خوا لیکل شوي، چې د بهرنیو وګړو د ملي امنیت څانګې ته د ټولو افغان زده‌کوونکو معلومات چې په پښتونخوا کې زده‌کړې کوي باید (د مارچ تر ۲۷مې نېټې) پورې واستوي.
د دغه وزارت له‌خوا د افغان زده‌کوونکو د بشپړو معلوماتو د موندلو لپاره یوه رسمي فورمه هم خپره شوې ده.
په فورمه کې د ولسوالۍ، ښوونځي او نورو معلوماتو اضافه کول لازمي ګڼل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له‌خوا افغان کډوالو ته بېرته افغانستان ته د ستنېدو لپاره د ورکړل شوې مودې یوازې څو ورځې پاتې دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې بې اسناده او اې سي سي کارت لرونکو افغانانو ته خبرداری ورکړی، چې (د مارچ تر ۳۱مې نېټې) دې په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي.
د افغان کډوالو د دویم پړاو جبري ستنېدو لړۍ به د را روانې اپرېل میاشتې په لومړۍ نېټې پیل شي.

نور خبرونه

رادیو