پاکستاني چارواکی: افغان کډوالو او «مجرمینو» په سند کې ۷۰ سلنه دولتي کورونه په زور نیولي

AP ۱۴۰۴ وری ۵

پاکستاني رسنۍ اېکسپرېس ټربیون د پاکستان د عامه حسابونو کمیټې د مشر نثار خورو له قوله راپور ورکړی، چې «افغان کډوالو او مجرمینو په دغه صوبه کې ۷۰ سلنه دولتي کورونه په زور نیولي دي.»

په راپور کې راغلي، چې دغه اپارتمانونه د دولت له‌خوا کارګرانو ته ځانګړي شوي وو؛ خو افغانان یې په ناقانونه توګه نیسي.
د دغو چارواکو په خبره، په ناقانونه توګه د نیول شويو دغه دولتي اپارتمانونو د رغونې او ساتنې لپاره یې میلیاردونه روپۍ مصرف کړې دي.
چارواکو زیاته کړې، چې بې اسناده کډوالو نه یوازې د بې وزلو کارګرانو حقونه غصب کړي؛ بلکې د ځایي خلکو له‌خوا یې ورکړل شوي مالیات هم ترلاسه کول.
د پاکستان د عامه حسابونو کمیټې (PAC) د دغې مسلې د څېړنې امر کړی دی.
دغه ۳۲۱ اپارتمانونه د سند په لاندهي سیمه کې د کارګرو لپاره جوړ شوي دي.

که څه هم په پاکستان کې له شناختي کارت پرته پر افغانانو کورونه، موټرونه او هټۍګانې نه پلورل کېږي؛ خو په پاکستان کې د ډېرو دولتي اسنادو په اخیستو کې پاکستاني چارواکي د بډې اخیستو په بدل کې افغانانو ته دغه سندونه برابروي.
ډېری افغان کډوال وایي، چې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پیسو په بدل کې دغه ډول اسناد او جایداد ترلاسه کوي.

نور خبرونه

رادیو