د پاکستان د اقتصادي څېړنو دولتي موسسې (PIDE) خبرداری ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا د پاکستاني صادراتي توکو پر وړاندې د تعرفو د زیاتولو وروستۍ پرېکړه به د دغه هېواد پر صادراتو ویجاړونکی اغېز وکړي.
دغه ګام د پاکستان د بېلابېلو صادراتو لپاره د ګواښ جدي زنګ بلل شوی.
د ډان ورځپاڼې په راپور کې راغلي، چې یاده اداره په یوه څېړنیز یادښت کې لیکي:« د پاکستان د سوداګرۍ دننه طوفان را روان دی.»
راپور زیاتوي، چې د امریکا لهخوا وړاندیز شوې متقابله تعرفه به د پاکستان اقتصاد له بې ثباتۍ، پراخې بې کارۍ او د بهرنیو عوایدو له جدي کمښت سره مخ کړي.
د «امریکا له لوري د تعرفو یو اړخیز لوړېدل او د پاکستان پر صادراتو یې اغېز» تر عنوان لاندې څېړنه چې ډاکټر محمد ذېشان، ډاکټر شجاعت فاروق او ډاکټر عثمان قادري کړې ښيي؛ که د امریکا ۲۹ سلنه اضافي تعرفې عملي شي، د MFN (ملتونو ته د مساوي امتیاز) له مخې د اوسنۍ ۸.۶ سلنه تعرفې سره یوځای، ټولیزه تعرفه به ۳۷.۶ سلنې ته ورسېږي.
د دې په پایله کې شونې ده، چې امریکا ته د پاکستان صادرات له ۲۰ تر ۲۵ سلنه پورې راکم شي او دا به پاکستان ته په کال کې له ۱.۱ څخه نیولې ښايي تر ۱.۴ مېلیارد ډالرو پورې مالي زیان ورسوي. د نساجۍ (ټوکر، جامو) سکټور به تر ټولو زیات زیان وویني.
په ۲۰۲۴ مالي کال کې پاکستان امریکا ته د ۵.۳ مېلیارد ډالرو ارزښت لرونکي توکي صادر کړي او امریکا لا هم د پاکستان تر ټولو لوی انفرادي صادراتي بازار پاتې شوی.
د دغه صادراتو لویه برخه ټوکر او جامې جوړوي، چې تر دې وړاندې هم تر ۱۷ سلنه پورې تعرفو سره مخ وو.
د PIDE څېړنه خبرداری ورکوي، چې دغه اقتصادي ګواښ یوازې د نساجۍ سکټور پورې محدود نه دی؛ بلکې ستر شرکتونه لکه «نیشات مېلز» او «انټرلوپ» کېدای شي اړ شي، چې خپل تولید کم کړي چې دا کار د ۵۰۰ زره خلکو دندې له ګواښ سره مخ کوي.
همداراز، نور صادراتي توکي لکه څرمن، وریجې، جراحي وسایل او ورزشي توکي هم له دې ګواښه خوندي نه دي.
خو PIDE دا ناورین د سټراټېژیک بدلون لپاره یوه موقعه بولي.
یاده اداره وړاندیز کوي، چې پاکستان باید په لنډمهاله توګه له امریکا سره د لوړپوړو ډېپلوماټیکو اړیکو له لارې دغه موضوع حل کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانیو سوداګریزو اړیکو ساتنه وکړي.
د بېلګې په توګه امریکا په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۱۸۱ مېلیونه ډالرو په ارزښت پنبه پاکستان ته صادره کړې، چې اوس تر ګواښ لاندې ده.
پاکستان کولای شي، چې د امریکا لهخوا د واردېدونکو توکو لکه ماشینونو، سکریپ فلزاتو او تېلو پر وارداتي تعرفو د کمښت له لارې د خبرو اترو فضا برابره کړي.
همداراز د دې لپاره باید هڅه وشي، چې پاکستاني شرکتونه دې امریکايي توکي لکه پنبه او نخ ډېر وکاروي؛ څو د تعرفو د معافیت چانس ډېر شي.
په اوږدمهاله توګه PIDE ټینګار کوي، چې پاکستان باید د صادراتو توکي او بازارونه متنوع کړي. نوې سیمې لکه اروپايي ټولنه، چین، افریقا او منځني ختیځ چې په بېلابېلو برخو لکه؛ معلوماتي ټکنالوژي، حلال خواړه، پروسس شوي خوراکي توکي او ورزشي وسایلو کې د ودې لپاره ستر فرصتونه لري.
راپور دا هم وايي، چې باید د انرژۍ او ټرانسپورټ لګښتونه کم شي، مقررات ساده شي، نوښت او ټکنالوژي ته وده ورکړل شي.
همداراز له امریکا سره باید یوه هر اړخیزه سوداګریزه سټراټېژي جوړه شي، چې د ټکنالوژۍ، کرنې، انرژۍ او ارزښت لرونکو تولیداتو برخو کې ګډ کار یقیني کړي.
په نړۍواله کچه PIDE یادونه کوي، چې د امریکا وړاندیز شوې تعرفې د سوداګرۍ نړۍوال سازمان (WTO) د اجازې ورکړل شوې کچې ۳.۴ سلنې څخه زیاتې دي او دا کار کېدای شي له څو اړخیزو سوداګریزو قوانینو سرغړونه وي. که څه هم پاکستان کولای شي له WTO سره قانوني دعوه وکړي؛ خو محدودو مالي سرچینو یې دا کار ستونزمن کړی دی.
د پاکستان دغه اندېښنې داسې مهال دي، چې کارپوهان باور لري یاد هېواد تر دغو تعرفو دمخه هم ستر اقتصادي کړکېچ سره مخ و او نړۍوال پورونه هم پرې ډېر شوي دي.
نه یوازې له اقتصادي پلوه؛ بلکې په دغه هېواد کې د نا امنیو ډېرېدو او سیاسي کړکېچ د پراخېدو په تړاو هم څرګندونې شوې دي.